د آریانا افغان هوايي شرکت نوې B737-500 الوتکه کابل ته راورسېده

کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۲ غویی، ۱۴۰۵ل)

د امارتي شرکتونو لوی ریاست وایي، د آریانا افغان هوايي شرکت اړوند یوه مسافر وړونکې B737-500 چارتر الوتکه کابل نړيوال هوايي ډګر ته راورسېده.

د معلوماتو له مخې، یاده الوتکه د ۱۲۶ مسافرو د لېږد ظرفیت لري او ټاکل شوې چې په کورنیو او نړیوالو الوتنو کې ترې ګټه واخیستل شي، څو د مسافرو لپاره اسانتیاوې زیاتې شي.

مسؤلين زیاتوي، دغه الوتکه به له نن ورځې خپلې منظمې الوتنې پیل کړي او د هېوادوالو د هوايي تګ راتګ په بهیر کې به مهم رول ولوبوي.

د يادونې ده، چې د دې چارتر الوتکې تړون د یوه کال لپاره د ایران له (آوا) کمپنۍ سره لاسلیک شوی دی.

مربوطه مطالب

Back to top button