امریکا غواړي د پوځ ژباړونکي او پخواني افغان کمانډويان له قطره کانګو ته ولېږدوي

کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۲ غویی، ۱۴۰۵ل)

نیویارک ټایمز ته باخبره سرچینو ویلي، چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ پلان لري د ۴۰۰ ماشومانو په ګډون شاوخوا ۱۱۰۰ افغان کډوال د قطر له پنډغالي څخه د کانګو جمهوریت ته ولېږدوي.

د راپور له مخې، په دې ډله کې د امریکا د پوځ ژباړونکي، پخواني کمانډو ځواکونه او د افغان-امریکايي سرتېرو د کورنیو غړي شامل دي.

راپور زیاتوي، د ټرمپ ادارې د نوې طرحې له مخې هغه افغانان چې دا مهال په قطر کې دي، له دوو انتخابونو سره مخ دي؛ یا به کانګو ته انتقالېږي او یا به بېرته افغانستان ته ستنېږي.

د افغان پناه‌غوښتونکو د ملاتړ د یوې ادارې مشر، شاون وان‌دایور ویلي، چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت چارواکو هغه د «کانګو طرحې» په اړه خبر کړی او ټینګار یې کړی چې یاد کسان باید له همدې دوو انتخابونو یو ومني.

دا طرحه وروسته له هغې وړاندې کېږي، چې د هغو افغانانو د بیا مېشتېدو پروګرام ودرول شو چې له امریکایي ځواکونو سره یې همکاري کړې وه.

مربوطه مطالب

Back to top button