د افغانستان او ایران د بهرنیو چارو وزیرانو د اړیکو او سیمه‌ییزو مسایلو په اړه ټلیفوني خبرې کړي

کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۲ غویی، ۱۴۰۵ل)

د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي او د ایران د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي د ټلیفوني تماس له لارې د دواړو هېوادونو د دوه‌اړخیزو اړیکو او مهمو سیمه‌ییزو مسایلو په اړه خبرې کړې دي.

د بهرنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې راغلي چې په دې خبرو کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د همکاریو اوسنی بهیر مثبت او د ودې په حال کې ارزول شوی او د سوداګرۍ د زیاتوالي هرکلی شوی دی.

مولوي امیرخان متقي د افغانستان او ایران ترمنځ د سوداګریزو او نورو برخو کې د همکاریو له پراختیا څخه خوښي څرګنده کړې او د ډیپلوماسۍ له لارې د ستونزو پر حل يې ټینګار کړی دی.

په مقابل کې، سید عباس عراقچي هم د دوه‌اړخیزو اړیکو پرمختګ ستایلی او د لا پراخېدو لپاره یې خپلې لیدنې شریکې کړې دي.

همداراز، د ایران د بهرنیو چارو وزیر د امریکا سره د روانو مذاکراتو په اړه خپل افغان سیال ته معلومات ورکړي او دواړو لورو د خبرو اترو او تفاهم له لارې د سیمه‌ییزو مسایلو پر حل ټینګار کړی دی.

مربوطه مطالب

Back to top button