ټولګټو وزارت: د مزار شریف ـ دره صوف ۵۶.۳ کیلومتره سړک د اساسي بیا رغونې چارې ۵۱ سلنه بشپړې شوي

کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۲ غویی، ۱۴۰۵ل)

د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت وایي، د مزارشریف–دره صوف ۵۶.۳ کیلومتره سړک د اساسي بیارغونې چارې چې تېر کال د ۱۵۹ میلیونه افغانیو په لګښت پیل شوې وې، دا مهال ۵۱ سلنه بشپړې شوې دي.

د معلوماتو له مخې، دغه سړک د بلخ ولایت له مرکز مزارشریف څخه پیل او د سمنګان ولایت تر دره صوف ولسوالۍ پورې غځېدلی دی.

په دې پروژه کې د سړک تر څنګ د یو شمېر پلګوټو او استنادي دېوالونو د ترمیم او بیارغونې چارې هم شاملې دي.

مربوطه مطالب

Back to top button