د بلخ نوی والي په پوځي قرارګاه کې خپله دنده پیلوي

ټاکل شوې ده چې د بلخ نوی والي انجینر داود خپله دنده د بلخ په ۲۰۹ شاهین قول اردو کې پیل کړي.
تراوسه د نوموړي د معرفي کېدو کره نېټه نه ده ښکاره شوې؛ خو ارګ غواړي روانه اوونۍ په یوه پوځي قرارګاه کې د انجینر داود د معرفي کېدو مراسم ونیسي.
ارګ ته نږدې سرچینو ویلي، چې د بلخ د نوي والي د معرفي کېدو پرېکړه نه بدلیدونکې ده او په نږدې وخت کې به د بلخ د نوي والي په توګه خپله دنده پیل کړي.
د ارګ او د بلخ د ګوښه شوي والي عطاء محمد نور لانجه شپږمې اوونۍ ته ورسېده؛ خو تراوسه ارګ نه دی توانېدلی چې نور ګوښه کړي او د بلخ لپاره نوی ټاکل شوی والي انجینر داود خپله دنده پیل کړي.
د تېرې پنجشنبې په ورځ عطاء محمد نور د ۲۰۹شاهین قول اردو پوځیانو ته د تیارسئ امر کړی و.
د ارګ او جمعیت ګوند ترمنځ د خبرو اترو پنځم پړاو هم بې پایلې پای ته ورسېده او دواړه لوري یوې هوکړې ته ونه رسېدل.
جمعیت ګوند غواړي د بلخ د نوي والي انجینر داود پر ځای د ولسي جرګې غړی فرهاد عظیمي د بلخ نوی والي وټاکل شي؛ خو ارګ یې ورسره نه مني.
ارګ شپږ اوونۍ وړاندې د بلخ د ګوښه شوي والي عطاء محمد نور د استعفا اعلان وکړ؛ خو تر ننه پورې نوموړی د بلخ چارې پر مخ وړي او خپله استعفا نه مني.
خو تېره ورځ د ۲۰۹ شاهین قول اردو ویاند حسن ضیايي دغه اوازې رد کړې وې.



