(کابل ټکی کام ۱۳۹۶ مرغومی ۲۸ فرید افغان)
ټاکل شوې ده چې سبا به په نیویارک کې ملګري ملتونه د افغانستان دوضعیت په اړه عمومي غونډه ترسره کړي.
په دې غونډه کې د روسیې د بهرنیو چارو د وزیر په ګډون د بهرنیو هیوادونو ګڼ مشران نیویارک ته رسیدلي، خو د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر صلاح الدین رباني چې د جمعیت اسلامي ګوند مشر هم دی د بلخ او ارګ تر منځ د جنجال له کبله په دې ناسته کې له ګډون څخه ډډه کړې او ویلي یې دي چې، دې ناستې ته به خپل معین واستوي.
له بل پلوه د امریکا سفیر جان باس د بلخ د جنجال ته په اشارې سره ویلي چې د بلخ والي باید په سولییزه توګه د واک لیږد ته غاړه کیږدي او موضوع باید جنجال ته ونه رسیږي.
جان باس ویلي چې ولسمشر له پوره صلاحیتونو برخمن دی او امریکا او نړیواله ټولنه په دې موضوع کې ګډون نه کوي.
امریکایي سفیر وروسته ترهغه دا خبرې کوي چې تیره ورځ د امریکا مرستیال ولسمشر مایک پنس په یوه ټویټ کې ویلي و، چې د بلخ او ارګ ترمنځ جنجال دې دخبرو له لارې حل شي.
دا په داسې حال کې ده چې تیره ورځ بلخ ته د نوي ټاکل شوي والي ویاند هم استعفا ورکړه او ارګ یې پر معامله تورن کړ.
د بلخ والي ویلي چې نوموړی د حکومت یو کارمند نه، بلکه د حکومتي جوړښت یوه برخه ده او څوک یې د لرې کولو صلاحیت نه لري.
د جمعیت ګوند له ارګ څخه غوښتي چې په قانون کې تعدیل، د انتخاباتو په خپل وخت ترسره کول او د دې ګوند سره په حکومتي واکونو کې د نیمایي واک د شراکت شوې موافقتنامه عملي کړي.
بل پلو ځینې سرچینې وایي چې د بلخ نوي والي له عطانور سره کتلي او له هغه څخه یې حمایت هم څرګند کړی دی.
نوي والي ویلي د بلخ له والي سره یې د سوء تفاهم له کبله جنجال رامنځته شوی و.

سرچینې زیاتوي چې؛ ښایي په لنډ راتلونکي کې انجینر داوود خپل رسمي دریځ او دپردې ترشا خبرې د رسنیو له لارې هم افشا کړي


















