طالبان بايد ډېر هوښيار واوسي

کالم: سراج الاسلام « وفامن »

د ځينو پښتنو مشرانو په جرګه افغان ولسمشر اشرف غني ، دې ته چمتو شو چې په پاريس کې د پاکستان له صدر اعظم نواز شريف سره خبرې وکړې. په پاريس کې د نړيوالې تودوخې د مخنيوي لپاره يو نړيوال دوه اونيز کانفرانس روان دی . په دې کانفرانس کې د نړيوالې د ټودوخې د مخينوي په لارو چارو خبرې کېږي ؛ خو ورسره ورسره د ځينو هېوادونو ترمنځ د سياسي ناندريو ، د حل په اړه هم  پلان نيول کېږي ، چې ښکاره بېلګه يې دهند او پاکستان د مشرانو لنډمهاله خبرې دي ، چې د اوږد مهاله خبرو لپاره لاره هواروي . نوازشریف چې له غني سره وکتل او د کتنې په منځ کې د برتانيې صدر اعظم ډيويډ کيمرون هم ناست و . نواز شريف اشرف غني ته څرګنده کړه ، چې چمتو يو چې سولې خبرې بيا پېل کړ او پاکستان د افغانستان د خپلو اکۍ درنښت کوي؛ نو اوس دا خبرې له چاسره کېږي ؟

دا پوښتنه بايد په ډېرې ځيرکۍ سره ځواب شي. طالبان دې سياسي ، نازګو خبرو ته جدي پاملرنه وکړي. طالبان بايد ځان د يو ملي ، ولسي او اسلامي غورځنګ په څېر دهېواد دخپلواکۍ لپاره لازمه پرېکړه وکړي او خپله خپلواکي هم په زبات اوثبوت ورسوي ؛ ځکه چې د ځينو کړيو پر اند د طالبانو تحريک ، ملي ولسي تحریک نه دی . د طالبانو پرېکړه بايد دهېود او ولس د خواښۍ لپاره د يو خپلواک هېود جوړيدو لپاره دې که څه هم د طالبانو د تحريک د ريځ روښانه دی خو په نړيوالې کچې بايد د هېواد دازادۍ او پرمختګ په چوکاټ غښتلی دريځ بايد خپل کړي. که د کابل حکومت سره خبرې د سولې او امنيت لپاره غوره وي نور هېوادونه يې حمايت کوي نو بيا پرخبرو کولو کې څه بدي نشته چې د اشغال د پای ته رسېدو عامل ګرځي . خو که دا خبرې د اشغال پای ته نه رسېږي بيا هم پرې کتنه پکار ده ، ځکه چې افغانان نور په جګړو ستړي شوي ، طالبان هم بايد له ډېرې خوښيارۍ څخه کار واخلي داسې خبرې پېل کړي چې اشغال او جګړې پرې پای ته ورسېږي.

دا مهال د ټولې سېمې اونړۍ جګړه ښکاره ده ، دا جګړې نورې د زغملو نه دي . د ختميدو لپاره يې په لارو چارو غور په کار دی.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button