المان: افغان پناه غوښتونکو ته افغانستان کې امن سيمه جوړوو

کابل ټکی کام ۱۲لېندۍ/۱۳۹۴، قدرت الله حسین
د المان لومړۍ وزيرې انګيلا مرکل د ګډ حکومت له ولسمشر سره په ليدنه کې ويلي، چې په المان کې پناه غوښتونکو افغانانو ته به افغانستان کې امن سيمه جوړه کړي او هلته به يې ورستانه کړي.
مرکل زياته کړې ده، هېواد يې افغانستان کې يوه امن سيمه جوړوي، چې د نا امنه سيمو خلک هلته پناه يوسي.
ياد هېواد له دې وړاندې ويل، چې ټول افغانان به بېرته افغانستان ته ستانه کړي.
مرکز همدا راز ويلي دي، هيواد يې د افغانستان له امنيتي ځواکونو سره مرستو دوام ورکوي.
د هغې په وينا افغان ځواکونو ته به د غير قانوني مهاجرت او انساني قاچاق پر ضد د مبارزې روزنه هم ورکړي.
غني په دې اړه په خپلو څرګندونو کې ويلي، چې ډېری افغانان المان ته د سفر په اړه ناسم برداشت لري او په دې لاره کې خپل هر څه له لاسه ورکوي.



