ظاهر قدیر: حکومت او نړیواله ټولنه د داعش پر وړاندې هیڅ اقدام نه دی کړی

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶ سلواغه ۲ فرید افغان)

په ولسي جرګه کې د ننګرهار دخلکو استازي ظاهر قدیر یوځل بیا د ملي یووالي پر حکومت او نړیواله ټولنه تور لګولی چې د داعشي ملیشو پر وړاندې کوم غبرګون نه ښیي.
د ‹‹صنا›› خبري اژانس له قوله؛ قدیر ویلي چې حکومت د طالب پر وړاندې هره حربه و آزمویله او لا هم پر مختلفو پلانونو کار کوي تر څو دا ډله په فزیکي، سیاسي او اقتصادي ډګرونو کې وځپي، خو په وینا یې چې د داعش ډلې پر وړاندې یې یوه کټګورۍ کې هم اقدام نه دی کړی او هره کړنه یې یواځې تبلیغاتي بڼه لري.
قدیر همداراز تور ولګاوو چې حکومت آن د هغو کسانو مخه هم نیسي چې د داعش پر وړاندې مبارزه کوي.
نوموړي تر دې وړاندې هم ویلي و، چې ګډځواکونه د داعشیانو پر ضد دجنګیدونکو طالبانو لومړۍ کرښې بمباروي.
قدیر زیاتوي؛ که حکومت طالبانو ته د دښمن په سترګه ګوري، داعشيان د دې هیواد او خلکو لومړۍ درجه دښمنان دي چې نړیوال یې په افغانستان کې د یوې پروژې په څیر د خپلو اهدافو د لاس ته راوړلو په موخه کاروي.
قدیر داسې مهال دا څرګندونې کوي چې تیره ورځ د هرات یو شمیر مدني فعالانو اندیښنه ښوودلې وه، چې داسې معلومات یې موندلي چې امریکایي ځواکونه د هرات ولایت له هوایي ډګر څخه د هیواد شمال ته داعشیان انتقالوي.
د یادونې وړ ده چې څه موده وړاندې له ننګرهار څخه ځایي خلکو رسنیو ته ویلي و، چې امریکایان د عملیاتو په موخه د دداعشیانو سنګرونو ته ورځي او هغوی ته اسلحې او کوردینات ویشي.
بل پلو د روسیې د بهرنیو چارو وزیر هم له امریکا غوښتي چې د افغانستان په شمال کې دې د هغو نامعلومو چورلکو په اړه معلومات ورکړي چې داعشیانو ته اکمالات کوي .

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button