عطانور:‏بهرنیان تر ارګ او سفارت پورې دوه کیلو متره پیاده نشي تلای او چورلکې کاروي ! آیا دا لاسته راوړنه ده

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶ سلواغه۲ فرید افغان)

د ارګ له خوا د بلخ لرې کړل شوی والي عطامحمد نور نن یوځل بیا د خپلو ملاتړو په غونډه کې راښکاره شو او د کابل د تیرې ورځې په برید، د راتلونکو ټاکنو او د نظام په بې کفایتي یې څرګندونې وکړې.
نور د سي بي اس نیوز سره د نیکولسن اعتراف ته چې ویلي یې و،( د امریکا د سفارت او د ارګ ترمنځ دوه کیلومتره لار ده خو دوی د طالبانو د حملو له ویرې پر دې لاره هم په ځمکه تګ راتګ نه شي کولی)، په پیغوریزه بڼه وویل؛ چې آیا دا امنیت ده چې بهرنیان په کابل کې حتا دوه کیلومتره هم په ځمکه نه شي تللی او له چورلکو نه کار اخلي؟ .
د بلخ پخواني والي وویل چې د انټرکانټیننټل هوټل برید په تړاو باید حکومت سپیناوی وکړي چې څنګه بریدګرو وکولی شول دومره امن ځای ته ننوځي.
‹‹مجبور یم چې په ډانګ مو وپوهوم، سترګې موخلاصې کړئ چې ملت څه غواړي، تاسو دخلکو غږ نه اورئ او ستاسو دروغجنه دیموکراسي اوس څه شوه؟ ››

نور همداراز د ارګ له خوا د ټولنیزو رسنیو ګمارل شویو تبلیغاتي کارکونو چې په فسبوک او تویتر کې د نظام په ګټه تبلیغات کوي په اشارې سره وویل؛ چې ارګ دې هغه پیسې چې د نوموړي، دوستم، رازق او نورو مخالفینو پرضد یې دتبلیغاتو په خاطر کاروي، هغه دې د وسلوالو ځواکونو په پیاوړتیا ولګوي .
نوموړي همداراز څرګنده کړه چې ‏د ملګرو ملتونو د امنیت شورا استازي یوازې کابل ته راغلل او له یو څو کسانو سره یې تشریفاتي لیدنه وکړه؛ خو د افغانستان له عیني وضعیته بې خبره پاتې شول.
عطانور ګډحکومت یوې پروژې ته ورته وباله او زیاته یې کړه چې؛ په افغانستان کې داسې نظام منځته راغلی چې هر څومره مسلمانان وژل کیږي، فقر او لوږه زیاتیږي او یا یې هم پرضد انتقادونه زیاتیږي دوی لا خوښي ښکاره کوي.
‹‹څه شول میلیاردونه دالر مو او کومه لاسته راوړنه لرئ ››

نور وویل ‹‹زه فدایي یم›› ‏که څوک سرښندنې ته حاضر نشي، څه به خپل کړي!
هغه چا ، چې زما جنګ لیدلی، سیاسي مبارزه مې هم ورته بریالۍ ښکاري! وېره ونه کړئ، وېره مرګ او بې برخې کیدل دي
نوموړي د ملي یووالي حکومت د خلکو د رایو غل وباله او ویې ویل چې د رایو له صندقونو به له نږدې څخه نظارت کوي ترڅو یې ترې څوک پټې نکړي.
نوموړی داسې مهال داڅرګندونې کوي چې ارګ ورسره د ۱۲ غوښتنو له جملې ۸ منلې او د نورو پرسر لا هم توافق ته نه دي رسیدلي

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button