(کابل ټکی کام، ۱۳۹۶، سلواغې ۵) وروسته تر هغې چې په جلال اباد ښار کې د “سيف دي چلډرن” يا د ماشومانو د ملاتړ پر موسسې وسله والو بريد وکړ، د دغې بنسټ له دفتر څخه په خپره شوې اعلاميه کې راغلي، چې په ټول افغانستان کې يې خپل فعاليتونه بند کړي دي.
د ماشومانو د ملاتړ موسسې د تيرې ورځې په وسله وال بريد خواشينې څرګنده کړې او په بريد کې يې د اوښتي ځاني او مالي زيان په اړه تر اوسه پوره معلومات نه دي ورکړي خو زياتوي چې دوی د خپلو کارکوونکو په اړه اندېښمن دي او “نورو معلوماتو ته انتظار باسو- تر هغو څه نه وایو”.
د ننګرهار چارواکي وايي، پر ياده مؤسسه د څلورو وسله والو له لوري بريد ترسره شوی و، چې نږدې اته ساعته يې دوام وکړ او په ترڅ کې يې د مؤسسې دوه کارکوونکي، يو ساتونکی او يو پوليس وژل شوي او اتلس تنه نور ټپيان شول.
طالبانو په دغه بريد کې لاس لرل رد کړل او وياند يې ذبيح الله مجاهد له بريد څو شيبې وروسته په خپله ټويټر پاڼه وليکل: ” په جلال آبادښار کې روان بریدونه د اسلامي امارت د مجاهدینو پورې اړه نه لري.”
د بريد مسئوليت په افغانستان کې د داعش ډلې منلی دی او ويلي يې دي په بريد کې يې د يادې مؤسسې د کارکوونکو په ګډون يو شمير چارواکو ته هم مرګ ژوبله اړولې ده.