امريکا: د هوټل بريد کې څلور امريکايان وژل شوي- دوه ټپيان دي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۶، سلواغې ۵) امريکا په انټرکانټنيټل هوټل بريد کې د څلورو امريکايانو وژل کېدل او د دوو نورو ټپي کېدل تاييد کړل.
د امريکا د بهرنيو چارو د وزارت وياند هيدرنويرټ پرون ناوخته رسنيو ته وويل، چې د کانټنيټل هوټل برید کې د څلورو امريکايانو د وژل کېدو سربيره دوه تنه نور ټپيان شوي هم دي.
د بهرنيو چارو وزارت د وژل شويو او ټپي امريکايانو هويت نه دی په ډاګه کړی، خو امريکايي رسنيو ويلي چې په وژل شويو کې يو تن “سېلېګ” يې د امريکا په انتخاباتو کې د ټرمپ له نږدې ملاتړ کوونکو څخه دی.
د سېلېګ کمپنۍ هم په کانټنينټل هوټل کې د ” ګلېن سېلېګ” وژل کېدل تاييد کړي دي.
تر دې مخکې هم امریکايي چارواکو په دغې بريد کې د خپلو اتباعو د وژل کېدو خبر ورکړی و خو د هغوی د هويت او کره شميرو په اړه يې څه نه و ويلي.
د افغانستان د کورنيو چارو وزارت د معلوماتو پر اساس، په کانټينټل برید کې شاوخوا دوه ويشت تنه ووژل شول چې ډیری يې بهرنيان و.
خو رويټرز اژانس په کابل کې د يوه امنيتي مسئول له قوله په بريد کې د وژل شويو شميره له دېرشو هم پورته ښودلې وه، چې په وينا يې ډیری مرګ ژوبله يې بهرنيو ته رسېدلې ده.
طالبانو د دغې برید مسئوليت منلی او په يوه خبرپاڼه کې يې ويلي و، چې په بريد کې يې د بهرنيانو په ګډون ګڼو افغان چارواکو ته هم مرګ ژوبله اوښتې ده.



