د فراه والي عارف شاه جهان استعفا وکړه

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۶، سلواغې ۵) د فراه چارواکي وايي، چې د دغې ولايت والي محمد عارف شاه جهان له خپلې دندې استعفا کړې ده.
د والي وياند ناصر مهري رسنيو ته د نوموړي استعفا تاييد کړې او ويلي يې دي، چې نن سهار پنځه بجې يې خپله استعفا اعلان کړه.
هغه وايي، تر دې دمه د نوموړي د استعفا په اړه د ولسمشرۍ ماڼۍ څه نه دي ويلي.
په عين حال کې د سيمه ييزو ارګانونو د خپلواکې ادارې مشره منيره يوسف زاده وايي، چې محمد عارف شاه جهان له خپلې دندې استعفا کړې، خو په دې اړه چې استعفا به يې ومنل شي که نه، د ولسمشرۍ ماڼۍ فرمان ته انتظار يو.
د فراه د ولايتي شورا رئيس فريد بختور د نوموړي د استعفا لامل د هغه سره په امنيتي برخه کې د مرکز کابل نه همکاري بللې ده.
دا په داسې حال کې چې تېره ورځ د فراه ښار سلګونه خلکو په امنيت کې د پاتې راتلو له کبله د امنیه قوماندان او د والي د ليرې کولو غوښتنه کوله.
لاریون کوونکو د امنيه قوماندان او د فراه د والي پرضد شعارونه ورکول او په وينا يې چې د امنيتي وضعيت د مهارولو ځواک نه لري.
څو ورځې مخکې د فراه مرستيال والي ويلي و، چې فراه ښار له څلورو خواو د طالبانو له لوري کلابند دی او هره شپه د هغوی په بريدونو کې د دوی له لسو زيات سرتيري خپل ژوند له لاسه روکوي.
ويل کېږي، اوس مهال د فراه ډیره برخه د طالبانو په لاس کې ده او وخت ناوخت په امنيتي مرکزونو او پوستو بريدونه کوي چې هغوی ته پکې درنه مرګ ژوبله اوړي.



