هلمند: د نادعلي ولسوالۍ په پوځي مرکز موټربم بريد شوی

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۶، سلواغې ۷) د هلمند ولايت په نادعلي ولسوالۍ کې پر يوه پوځي مرکز د موټربم په واسطه سرتیری بريد شوی.
د هلمند د والي وياند عمر ځواک په لومړنيو معلوماتو کې ويلي، په بريد کې د ملي اردو څلور عسکر وژل شوي او دوه تنه نور ټپيان دي.
موټربم بريد د يادې ولسوالۍ اړوند د قاري په نوم په پوځي مرکز ترسره شوی دی.
طالبانو د بريد مسئوليت منلی او وياند يې قاري يوسف احمدي رسنيو ته په لېږلې خبرپاڼه کې ويلي، چې د دوی يو تن سرتيري بريدګر د “قاري پوستې په سيمه کې پر مهم نظامي مرکز د شوبلې” په واسطه سرتيری بريد کړی او ګڼو عسکرو ته يې مرګ ژوبله اړولې ده.



