طالبان: د کابل په نني بريد کې ۸۰ پوليسو ته مرګ ژوبله اوښتې

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۶، سلواغې ۷) نن غرمه مهال د کورنيو چارو وزارت د پخوانۍ ودانۍ سره نږدې چاودنه شوې چې پکې لسګونه کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د کورنيو چارو وزارت د يو دېرش کسانو د ټپي کېدو خبر ورکړی خو سيمه ييزې سرچينې وايي په پېښه کې له اویا زيات کسان ټپيان دي او له لسو زيات وژل شوي دي.
د شيبه راډيو خبريال بسم الله وطن دوست وايي، په برید کې لس کسان وژل شوي دي.
تر اوسه پورې د وژل شويو او ټپيانو دقيق شمير نه دی معلوم.
يوې ځآيي امنيتي سرچينې کابل ټکی کام ته وويل، چاودنه په هغه سيمه کې شوی چې عامو خلکو ته د تګ راتګ اجازه نه ورکول کېده او تر ډېره پکې نظامي او دولتي کسانو تګ راتګ درولد زياتوي ډیری تلفات پوليسو ته اوښتي دي.
د بريد مسئوليت طالبانو په غاړه اخيستی او وياند يې ذبيح الله مجاهد په خپله رسمي ټويټرپاڼه ليکلي، چې “د پخوانۍ وزارت داخله په نظام قراول کې په هغو پولیسو د موټر په وسیله فدایي وشو چې په یاد ځای کې راټول شوي او انتظار وو”.
مجاهد زياتوي، په بريدکې تر ۸۰ پورې پولیس وژل شوي او ټپیان دي.
ويل کېږي، د پېښې ځای ته له داخلېدو مخکې درې ځايه پلټنه کېږي خو دا معلومه نه ده چې دغه بريدګر څه ډول يادې سیمې ته ځان رسولی دی.
د يادونې ده، چې څو ورځې مخکې هم طالبانو د کابل په تر ټولو امن ځای کانټينټل هوټل بريدونه وکړل او د لسګونو بهرنيانو په ګډون يې افغان چارواکو ته هم مرګ ژوبله واړوله.



