آیا طالبانو د سولی کچکول ورته نیولی ؟

‏ لیکوال احمد منصور

روستیو بریدونو امریکایان او افغان حکومت سخت ور خطا کړل، د امریکا اولسمشر ډونلد ترمپ په خپل ټویټر پاڼه ولیگل چی نه غواړی له طالبانو سره سوله وکړی او وجه یی دا وښودله چی روستیو بریدونو کی عوام خلک یی وژلی، همداسی مزدور حکومت هم چی ځان خپل بادار ته وفادار وښه یی،د ارگ ویاند وویل چی سوله به په جنگ راولی، اوس پوشتنه داده چی آیا طالبانو دسولی کچکول ورته نیولی او یایی د سولی وړاندیز ورته کړی چی مونگ درسره سوله کوو،نه هیسکله هم نه طالبان د روانو ناورینونو مور د امریکا اشغال گڼی او بار بار یی په خپلو اعلامیو کی د امیرانو په اختریزو پیغامو کی اعلان کړی چی مونگ به تر هغه ټوپک پر زمکه کينږدو چی بهرنی هیوادونه په بشپړ ډول وتلی نه وی،طالبان زما په آند تر ډیره حده سولی ته د قدر په سترگه گوری او د سولی لپاره ددوی جد جهد د ستایلو دی چی لنډ مثال یی په قطر کی دفتر خلاصول وه چی د نړی له ډیرو هیوادو سره یی سیاسی اړیکی ونیولی

د همده دفتر له لاری یی نړیوالو ته د امریکایانو روان مظالم ورپه کوته کړل او دونیاوالو ته وښودل چی امریکا گران هیواد ته د بیا رغونی او د سولی د پاک شعار سره راغلی خو دلته یی هغه ظلمونه وکړل چی غوگونه یی د اوریدلو تاب نلری سترگی یی له لیدلو عاجزه دی او خولی د ویلو تاب نلری، کوم ملک چی بل ملک سره د سولی راوستو کی مرسته کوی دری کسیزه شپگ کسیزه ډله ورلیگی، امریکا خو لس زره کسیزه ډله رالیگلی سره د وسلو ټانگونو او طیارو نو آیا سوله په وسلو رازی،بله دا چی یو سوک بل ملک ته ځي د سولی د راوستو لپاره، د هغه ملک دینی اوامرو ته باید قدر ولری، د کلتور رسمو رواجویی باید خیال وساتی،امریکایان د دی پر ځای چی زمونگ دین ته د قدر په نظر وگوری برعکس زمونگ کتاب چی قران دی په اور کی یی سوزوی،دپیغبر بی حرمتی راته کوی چی محمد(ص) دی،جوماتونه مدارس را بمباره وی،همداسی زمونگ رواجونو ته هم قدر نه لری د ودونو په محافلو په جنازو بماریانی کوی،د پورتنیو حقایق پر اساس ویلی شو چی نه امریکایان د سولی غوښتونکی دی او نه مزدور حکومت که افغان حکومت د سولی غوښتونکی وی نو د امریکایانو پر ضد به یی سه غبرگون ښودلی وه،نو بنا پر دی حقایقو ویلی شو چی طالبان د سولی غوشتونکی او د دی خاوری اصلی وارثین دی په هیواد کی د اسلام نظام غوښتونکی دی.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button