اشرف غني:له رسنیو مننه چې په سختو شیبو کې مو مل دي، له وسلوالو غچ اخلو

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶ سلواغه ۱۳ فرید افغان)

جمهور رئیس اشرف غني نن د جمعې تر لمانځه وروسته دیو شمیر دولتي ملایانو، مشاورینو، اوځینې حکومتي چارواکو په حضور کې د وروستیو پیښو او د خپل حکومت د راتلونکو پلانونو په باب خبرې وکړې.
ولسمشر وویل؛ چې امنیتي ارګانونو یې د وروستیو پیښو په تور ۱۱ کسان نیولي او په وینا یې چې دوسلوالو ریښې یې هم معلومې کړې دي.
نوموړي خپل بهرنی سیاست بریالی وباله او زیاته یې کړه چې تر دې وروسته به کورنی سیاست هم پیاوړی کوي.
غني د حکومت له څلورمې قوې چې رسنۍ دي ځانګړې مننه وکړه او په وینا یې چې کله چې پر دوی بریدونه کیږي د رسنیو فعالیتونه هم چټک کیږي.
د یادونې وړ ده چې افغان ولس په وار وار غږیزې، او انځوریزې رسنۍ پردیو ته منسوبې او دحکومت جنګي ابزار بللی چې په وینا یې عقیدوي، فکري او فرهنګي یرغل کې یې رغنده رول لوبولی دی.
افغان ولسمشر اشرف غني د امریکا په مشرۍ خپل صف مقدس وباله او په خبره یې؛ نن د حق او باطل صفونه معلومېږي، د افغانستان د حکومت صف د حق صف دی.
نوموړي بې له دې چې د کوم خاص لوري نوم واخلي زیاته کړه چې، د افغانستان دښمنان ورته ښه نېت نه لري او دا دښمني له یو فرد نه، بلکې د افغانستان عظیم ملت سره ده.
نوموړي له پاکستان هیواد څخه هم هیله وکړه چې په خپله خاوره کې دې مخالفین وځپي.
اشرف غني طالبان له دین څخه ناخبره وبلل او تاکید یې وکړ چې د بهرنیانو په مرسته به یې پرضد مقابله کوي.
غني د کندهار د بندتیمور سیمه کې ترسره سوي عملیات چې لسګونه ولسي وګړي په کې شهیدان شوي، بریالي وبلل او ټینګار یې وکړ چې ورته عملیاتو ته به لا شدت ورکړي.

ولسمشر وویل؛ د جنګ له لارې د سولې راوستل حتمي دي، کوم دولت چې اقتدار نه لري خلک ورباندې مسخرې کوي.
نوموړي هغو معترضینو ته چې ویل یې؛ غني یواځې چیغې وهي عمل نه کوي په ځواب کې وویل؛ زموږ لاره یواځې چیغې وهل نه دي، که خلک وایي چې موږ ماتیږو ورته ووایاست، موږ هیڅوک هم نه شي ماتولی.
غني تاکید وکړ چې له دولتي ملایانو، ښځو او مدني فعالانو سره به پر روانو حالاتو مشورې وکړي.

غني په اخر کې یوځل بیا ټینګار وکړ چې د نړیوالو په مرسته به هم جنګ ګټي او هم به سوله راولي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button