پاکستان پر کونړ نږدې ۲۰۰ توغندي ویشتلي دي

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶ سلواغه ۱۵ فرید افغان)
د کونړ ولایت ځایي چارواکي وایي چې پاکستاني ځواکونو د دې ولایت د دانګام ولسوالۍ پر سرحدي سیمو یوځل بیا راکیټي بریدونه کړي
د دانګام ولسوال احمد رحمن دانش رسنیو ته ویلي چې پاکستاني ځواکونو له تیرې ورځې راهیسې په دې ولسوالۍ کې د ولسي خلکو پر میشت ځایونو ۱۸۰ توغندي اورولي دي.
نوموړی زیاتوي چې دا بریدونه د سورکمر، کچلی، ساونو او شینکی په سیمو کې شوي چې له کبله یې تر اوسه ۴ تنه ولسي خلک چې د یوې کورنۍ وو ټپیان شوي دي.
بي بي سي ویلي چې بریدونه د طالبانو تر ولکې لاندې سیمو باندې شوي چې اټکل کیږي پاکستان په سوات کې د خپلو وژل شویو پوځیانو په غچ کې کړي وي همداراز داسې ګنګوسې هم دي چې دا بریدونه ښایي د طالبانو پرضد د پاکستاني او افغان ځواکونو د ګډو خبرو ثمره وي .
ځایي چارواکو په وار وار ویلي چې مرکزي اداره ورته د ځوابي برید اجازه نه ورکوي او ورته یې امر کړی چې یواځې د خپلو پوستو څخه ساتنه وکړي



