افغان ولس ټول طالب طالب دی

تبصره

څه موده وړاندې چې په کابل او ولایاتو کې، په تېره بیا، پر انټرکانټیننټل هوټل باندې مرګونی برید وشو، د حکومت په داخل کې له یو شمېر چارواکو سره اندېښنه راپیدا شوه چې نور نو حکومت د طالب په وړاندې ځواب نه شي ویلای؛ ځکه د انټرکانټیننټل هوټل په څېر حساس ځای ته د طالب وسله والو رسېدل او بیا هوټل ته دننه له امنیتي ځواکونوسره د ۱۷ ساعته جګړې جنګي وسایل له ځان سره وړل دا مانا لري چې له بهره تر هوټله په لارو کې د پوستو امنیتي ساتونکي، هوټل ته د داخلېدو په لاره کې د سختو تالاشیو پولیس، له پولیسو سره د تالاشیو پرمختللې آلې، د هوټل په څلورو خواوو کې نصب شوې پټې څارونکې کامرې، دا ټول امنیتي پولیس او وسایل طالبان وو.

د دفاع وزارت د همدې اندېښنې په لرلو سره پرېکړه وکړه چې د جګړې په دوران کې پر امنیتي پولیسو او ملي اردو د طالب وسله والو بریا، له طالب وسله والو سره د ولسي وګړو د مرستې ثبوت دی؛ له همدې امله، له طالب وسله والو سره د پرېکنده مقابلې تر څنګ باید د طالبانو مرسته کوونکي هم ونیول شي.

د لوګر په ولایت کې له امنیتي پولیسو سره د طالب وسله والو مقابلې او بریا ملي امنیت دې ته اړ کړ چې د دفاع وزارت پرېکړه عملي کړي. ملي امنیت د لوګر په ولایت کې سل ولسي وګړي له طالب وسله والو سره د ملاتړ په شک ونیول.

که د ملي امنیت لخوا د شک پر بنسټ د ولسي وګړو نیول دوام وکړي او یا د اشرف غني په غوښتنه د هېواد ځوانان د پولیسو په لیکو کې داخل کړل شي، بیا خو ټول ولس باید ونیول شي. ځکه ټول ولس د طالب وسله والو ملاتړی دی. که ملی امنیت یې نیسي، بیا خو ټول ولس طالب طالب او د نیولو وړ دی.

که د اشرف غني غوښتنه ومنل شي، چې ځوانان دې د پولیسو لیکو کې  داخل شي، بیا هم د طالبانو د جهاد صفونه پیاوړي کېږي. ځکه د هېواد په بېلابېلو ولایاتو کې د پوستو په داخل کې پر نورو امنیتي پولیسو د ټوپکو شپیلۍ وراړول هم دا مانا لري چې، که ټول نه وي، تر نیمایي زیات یې د طالبانو نفوذي پولیس او ملاتړي دي. د تېر کال په دوران کې دا ډول په لسګونو پیښې رامنځته شوې او پولیس د خپلو ملګرو له وژلو وروسته طالبانو سره یوځای شوي.

ملي امنیت که په هر ولایت او هره ولسوالۍ کې له طالبانو سره د همکارۍ د شک پر بنسټ ولسي وګړي نیسي، تر زرګونو به یې شمېر واوړي.

که ملي امنیت په څو ولایاتو کې د طالب وسله والو سره د جګړې پر مهال د هغوي ملاتړي د شک پر بنسټ ونیول، شک به یې په حقیقت بدل شي. د هېواد اویا سلنه خاوره په لاس کې لرل خپله دا ثابتوي چې ټول ولس طالب طالب دی او په هر حالت کې له طالب سره مرسته کوي.

په هېواد د طالب نظام ولس لیدلی دی چې هیڅ وخت به بیا د طالبانو د نظام بدیل رانشي او نه به د طالبانو د نظام په څېر امن بیا ولیدل شي. طالبانو د ټانګ او بمبار په زور پر چا حکومت نه دی کړی، بلکې د خپلو مشرانو  د اوامرو په منلو یې حکومت کاوه.

کاش چې د چارواکو زامن د اشرف غني په غوښتنه د پولیسو په لیکو کې شامل شي او ملي امنیت په ولس کې د شک پر بنسټ نیولو ته دوام ورکړي؛ بیا به ورته ثابته شي چې پولیس او ټول ولس طالب طالب دی.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button