صياد: ښايي راتلونکې پارلماني او ولسواليو شوراګانو ټاکنې په خپل وخت ونه شي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۶، سلواغې ۱۵) د افغانستان د ټاکنو کمېسيون چارواکي وايي، د کمېسيون په اداره کې د ځينو ستونزو له کبله ښايي راتلونکې پارلماني او د ولسواليو شوراګانو ټاکنې په خپل وخت ترسره نه شي.
ټاکل شوې وه، چې پارلماني او د ولسواليو شوراګانو ټاکنې د راتلونکي کال د سرطان مياشتې په شپاړلسمه نېټه ترسره شي.
خو د انتخاباتو کمېسيون رييس ګلاجان عبدالبديع صياد نن په يوه کنفرانس کې خبريالاتو ته وويل، په دغې کمېسيون کې ځينې اداري ستونزې، د پخواني رييس له کاره ګوښه کېدل، د نوي کمشنر د ټاکلو پر وخت ځنډ کول د راتلونکو ټاکنو د ځنډ لامل کېدلی شي.
نوموړي د انتخاباتو د ترسره کېدو نېټه معلومه نه کړه خو زياتوي چې په نږدې راتلونکې کې به په دې اړه له رسنيو سره معلومات شريک کړي.
د ټاکنو کمېسيون وايي، چې راتلونکي انتخابات به د برېښنايي تذکرو نه بلکې له پخوانيو تذکرو نه په ګټې اخيستو ترسره کېږي.
په عين حال کې د ټيفا رييس محمد نعيم ايوب زاده ويلي، د انتخاباتو کمېسيون له خلکو سره لوبه کوي زياتوي چې دغې کمېسيون ته د ټاکنو د ترسره کولو لپاره هرڅه په واک کې ورکړل شوي، خو بيا هم پر خپل وخت د انتخاباتو د ترسره کولو وړتيا نه لري، خپلو خبرو ته ريښتوني نه دي او پر دوی هيڅ ډول باور نه شي کيدلی.
د ايوب زاده په خبره، د انتخاباتو په پروسه د بې باوريو له کبله ښايي په راتلونکو ټاکنو کې ډيری خلک ګډون ونه کړي.



