هلمند: طالبانو د سنګوري اربکيانو يوه پوسته نيولې- شپږ تنه وژل شوي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۶، سلواغې ۱۵) د هلمند ولايت په مارجې ولسوالۍ کې وسله والو طالبانو د جګړې په ترڅ کې يوه پوسته نيولې او شپږ تنه پکې وژل شوي دي.
پېښه تېره شپه د يادې ولسوالۍ مربوط د تريخ ناور په سيمه کې رامنځته شوې ده.
يوه سيمه ييزه امنیتي سرچينه وايي، په بريد کې د سنګوريانو په نوم له پنځو زياتو سيمه ييزو پوليسو خپل ژوند له لاسه ورکړی.
سرچينې زياته کړه، طالبان په ډېر کم وخت کې وتوانېدل چې ياده پوسته سقوط کړي.
له بله پلوه طالبانو د بريد مسئولیت منلی او کابل ټکی کام ته يې په رالېږلې خبرپاڼه کې ويلي، چې ياده پوسته يې له نيولو وروسته په بشپړه توګه ويجاړه کړې او پکې ميشت شبږ تنه سنګوري اربکيان وژل شوي دي.
طالبان وايي، له پوستې څخه يې پنځه ميله سپکې- درنې وسلې او په زياته اندازه مهمات هم ترلاسه کړي دي.
تر اوسه ولايتي چارواکو په دې اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي.
وخت ناوخت د طالبانو په بريدونو کې سيمه ييزو پوليسو (اربکيانو) ته درانه ځاني تلفات اوړي خو دولتي چارواکي د هغوی د تلفاتو په اړوند رسنيو سره معلومات نه شريکوي.
د يادونې ده، چې وړمه ورځ د مارجې ولسوالۍ اړوند د عبادالله په سيمه کې په هوايي بريد کې يو کور په نښه شوی و، له کبله يې د يوې مېرمنې او يوې نجلۍ د زخمي کېدو سربيره پکې دوه تنه کليوال وژل شوي و.



