ننګرهار ښېوه کې طالبانو له اربکيانو پوسته نيولې

ننګرهار (کابل ټکی کام : جمعه، ليندۍ 13 مه 1394 ل)

طالبانو په خپل رسمي ویب پاڼې کې د یوې خبرپاڼې د خپريدو په ترڅ کې ويلي دي، چې ددوي وسلوالو ملګرو د ښېوې ولسوالۍ اړوند کنډي په سيمه کې د یوې درنې جګړې په پایله کې ۲ اربیکان وژلي او ۱ بل يې ټپي کړی او په یاده سيمه کې د سيميزو پولیسو پوسته يې  نيولې ده .

دغه جګړه نن غرمهال ۱ بجه رامنځ ته شوې ده چې دواړو لوري په کې سپکې او درنې وسلې کارول شوي دي .

خبر پاڼه دغه راز زیاتوي، چې دغه نښته تر دوو ساعتونو وغځېده او پوسته په بشپړه توګه ددوي لاس ته ورغله د ۲ تنو اربکيو مړي په پوسته کې پاتي شوي وه او بل تن يې مرګونی ټپی شوی وه .

طالبانو ته په دغه جګړه کې ګڼ شمېر سپکه او درنه وسله او مهمات په لاس ورغلي دي.

بدرالدين ځواک

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button