د هېواد په نا امنيو کې د پارلمان دغړو لاس لرلو انکشاف

په هر هېواد کې د ځينو راپيداکېدو نکو ستونزو څخه د معلوماتو لپاره  چې ولس  ترې د مخه خبر کړي ، دولتي امنيتي ارګانونه د يوې بدې او وژونکې پېښې عاملين داعمالو تر مخه ونيسي . استخبارات او رسنۍ وي ، چې استخبارات خپل کشفي ارګانونه او رسنۍ خپل دنظر خاوندان لري . دواړه لوري دخپل دولت او ولس دسراو مال، ملي شتمنيو او ځنکني تماميت دساتلو لپاره خپلې  دندې په يوه ايماندارۍ سرته رسوي. بدبختانه زموږ په هېوا د کې استخبارات او رسنۍ دواړه شته ترهر چا زيات معاشونه او امتيازات يې په بوديجه سترباردی ، چې دماليې وزارت يې ګالي ؛ خو خپله دنده کې يې تراوسه ايمانداري او فرضيت ونه پېژانده. امنيتي چارواکي دهرې بدې  پېښې په رامنځته کېدوسره په ځای د دې چې تحقيقات وکړي په ړندو سترګو رسنيو ته وايي ، په دې کې د بهرنيو او په ځانګړې توګه د ګاونډيو هېوادونو لاسونه دي. رسنۍ هم په پټو سترګو هغه ادعا بيا بيا تکراروي او د حقيقت موندنې لپاره د خپلو د فترونو او غږ لېږدوونکو ستنو څخه لرې نه ووځي. پر ګاونډيانو د بدو او مرګونو پېښو تورونه او بيا دهغو هېوادونو سره اړيکې دومره خرابي شي چې تاوانونه يې همدا مظلوم ولس د خوارکي توکو په ګرانښت ګالي. په دې وروستيو کې د تلويزوني چينلونو سره په مرکو کې يو شمېر شنونکو په خپلو خبرو کې په زغرده وويل، چې د هېواد په نا امنيو کې خپل د پارلمان د غړو لاس دی . د هېواد په داخل کې چې څومره نا امني ده او د چا لخوا سرته رسېږي د هغو قوماندانانو استازي په کابل کې د يو شمېر لوړ پوړو چارواکو او پارلماني غړو په کورنو کې شپې کوي او د هغوی سره وخت په وخت ليدنې کوي.

شناندو نورو ولاياتو ته اشاره، خو په ننګرهار کې نا امنيو ته يې په ښکاره ګوته ونيوله، چې  د نوو جګړه مارو ډلو قوماندانان د ننګرهار په محبس کې بنديان وو هغوی په مرموز ډول له محبسه و يستل شوي او اوس د ولس او دولت پرخلاف عمليات کوي. په هېواد کې د جګړې د دوام لپاره له زندانونو يو شمېر نيول شوي قوماندانان  بيا د جګړې ليکو ته له زاندانه ايستل شوي.  همدا راز د کندوز د ښار پيښو ته هم اشاره وشوه چې خپل غرضو رسنيو د کندوز په ښارکې د بدو پېښو او جناياتو عاملين طالبان ياد کړل ؛ خو خپله د کندوز ښاريانو اعتراف وکړ چې طالبانو زمونږ د سر اومال حفاظت کړی د کندوز په ښار کې چې څه جنايات شوي اربکيانو سرته رسولي دي. په هېواد کې چې اوس کومي نا امنۍ روانې دي  او ولس ترې په سور اورکې سوزي په لوړه کچه يې د دولتي غړو لخوا مرسته کېږي؛ ځکه امنيتي ځواکونو ته  د هغوی پرخلاف د غوڅ  اقدام امر نه ورکول کېږي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button