د شمالي کوریا دولسمشر خور د جنوبي کوریا ولسمشر ته د ورتګ بلنه ورکړې
(کابل ټکی کام ۱۳۹۶ سلواغه ۲۱ فرید افغان
په داسې حال کې چې د جنوبي کوریا په پیونګ چان ښار کې د ژمني المپیک سیالۍ تیره ورځ پیل شوې، د شمالي کوریا د ولسمشر خور (کیم یونگ نام) چې د دې سیالیو د پیل لپاره سیول ته ورغلې د جنوبي کوریا ولسمشر مون جائه ته د خپل هیواد په استازي توب د پیونګ یانګ د سفر بلنه ورکړې.
په همدې حال کې د امریکا مرستیال ولسمشر مایک پنس چې د دې سیالیو پیل ته ورغلی یوځل بیا د شمالي او جنوبي کوریا له اتحاد څخه اندیښنه څرګنده کړې او ویلي یې دي چې، هغه مهال د دواړو کوریاو اتحاد مني کله چې شمالي کوریا خپلې اتومي سلاوې له منځه یوسي.
د جنوبي کوریا ولسمشر د شمالي استازي دعوت ته مثبت یا منفي ځواب نه دی ویلی، خو ویاند یې ویلي چې له دې هیواد سره د امریکا په خوښه خبرو ته چمتو ده، په دې شرط چې دا هیواد به له اتومي وسلو لاس اخلي.
داسې ښکاري چې امریکا په جنوبي کوریا کې د شمالي کوریا د استازو له ګډون او د دواړو کوریاګانو له نږدې کیدولو هیڅ خوښه نه ده او هڅه کوي دا جوړیدونکی اتحاد په لومړي سر کې له منځه یوسي.
په دې سیالیو کې د نړۍ له ۹۲ هیوادونو ۲۹۰۰ لوبغاړي ګډون کوي چې ۱۷ ورځې به دوام وکړي.
په یادو سیالیو ټولټال ۱۰ میلیارده یورو مصرف راغلی چې څوکاله وړاندې د روسیې د سوچي له سیالیو ۴ چنده لږ لګښت دی.
په یادو سیالیو کې به د دواړو کوریاګانو لوبډلې د یوه مشترک بیرغ لاندې لوبې کوي.


