اسرایلو ایرانۍډرون الوتکه او د بشار اسد پوځیانو د اسرایلو اف-۱۶ جنګي الوتکه رانسکورې کړې

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶ سلواغه ۲۱ فرید افغان)

راپورونه وایي چې په سوریه کې د ایران او اسرایلو دوه الوتکې رانسکورې شوې دي.
اسرایلي پوځ ویلي چې نن سهار وختي یې یوه کشفي ایرانۍ بې پیلوټه الوتکه په نښه او له منځه وړې ده.
اسرایلو ویلي ایرانۍ بې پیلوټه الوتکه یې حریم ته ننوتلې او سمدلاسه یې را غورځولې ده .
د دې هیواد د پوځ ویاند ویلي چې دا په خپل هیواد دایران لخوا لوی تیری بولي او ګواښ یې کړی چې د دې برید غچ به اخلي.
د ایرانۍ الوتکې تر نسکورولو لږه شیبه وروسته اسرایلي جنګي الوتکو د سوریې پرخاوره سخت هوایي بریدونه وکړل، چې د سوري پوځیانو په ځوابي بریدونو کې یوه ایف ۱۶ اسرایلۍ الوتکه رانسکوره شوه.
سوریې ویلي؛ پوځیانو یې څو الوتکې همهاله په نښه کړې چې یوه یې هم ویشتې او نورې له سیمې وتلو ته اړ شوې دي.
اسرایلي رژیم د الوتکې نسکوریدل منلي او زباته کړې یې ده چې ددوی هدف ۱۲ ځایونه و، چې له منځه یې وړي دي.
اسرایلو ویلي په سوریه کې یې د هوایی مدافعې درۍ مراکز او د ایران ۴ لوژیستیکي اهداف له منځه وړي دي، خو سوریه داخبر ردوي.
په برید کې د اسرایلۍ الوتکې یو پیلوت سخت ټپي او بل روغ دی.
دا لومړی ځل نه دی چې اسرایل د سوریې په خاوره کې دننه هدفي بریدونه کوي په تیر کې هم په ځلونو اسرایلي الوتکو د سوریې په خاوره کې دننه پوځي مراکز او نظامي کاروانونه په نښه کړي او مرګ ژوبله یې اړولې ده.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button