مایکل کوګلمن: امریکا روانه جګړه په زور کارولو هیڅ نه شي ګټلی

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶ سلواغه ۲۱ فرید افغان)

د ویلسن په اکاډمۍ کې د جنوبي اسیا د برخې مسؤل او د امریکا مخکښ سیاسي کار پوه مایکل کوګلمن ویلي؛ امریکا دې نور په جګړو فکر نه کوي ځکه جګړې نه شي کولی، مقابل مقاومت کمزوری کړي.

نوموړی ویلي؛ امریکایي عسکرو د افغان ځواکونو په مټ د سولې او روغې جوړې د راوستلو په پلمه زرګونه بیګناه افغانان په مخامخ بریدونو او هوایي حملو کې وژل شوي دي.

افغانستان ته د امریکا له زرګونو عسکرو له رسیدلو او د افغان چارواکو له تود هرکلي څخه وروسته دې امریکایي څیړونکي د خونړي راتلونکي خبرداری ورکړی دی.
کوګلمن زیاتوي؛ د امریکا له خوا د جګړې اوږدول اشتباه ده، ځکه چې دا چاره به جګړه د ۲۰۱۰ او ۲۰۱۱ خونړیو کلونو ته یوسي چې امریکا ته په کې د سر دروند زیان رسیدلی و.

د ویلسن اکاډمۍ مسؤل په اخر کې وایي؛ داچې ۱۰۰ زرو امریکایي عسکرو طالبان مات نه کړل او جګړه یې لا تیزه کړه، ۱۵ زره خو یې هیڅ نه شي ماتولی او ښایي روانه جګړې لوی انساني بحران رامنځته کړي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button