پاکستان: اسلام اباد کې د پښتنو لاریون د يوې مياشتې لپاره وځنډول شو

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۶، سلواغې ۲۱) د پاکستان په پلازمينه اسلام اباد کې له تېرو لسو ورځو راهيسې د بېلابېلو سيمو څخه د پښتنو له لوري لاريون او اعتراضي غونډې پيل شوې وې چې د راپورونو له مخې نن حکومت ډاډ ورکړی او د هغوی غوښتنو منلو ته يې غاړه ايښې ده.

د دغې لاريون مشر منظور احمد پښتون رسنيو ته ويلي، چې حکومت ورته په ليکلې بڼه د دوی د غوښتنو لپاره باورليک ورکړی او په وينا يې که په يوه مياشت کې يې غوښتنې ومنل شوې ښه، کنه يوځل بيا به خپلې اعتراضي غونډې او لاريونونه پيل کړي.

پښتون د دغې لاريون ګډونوالو ته وويل، چې د دغې لاريون مشرانو د پاکستان له لومړي وزير شاهد خاقان عباسي سره ليدلي او هغه ورته د غوښتنو د پوره کولو ژمنه کړې ده.

پښتانه لاريونوال چې له تېرو لسو ورځو راهيسې يې په اسلام اباد کې احتجاجي غونډې او لاريونونه کول شمېر يې ورځ تر بلې په زياتېدو و او له حکومت څخه يې غوښتنې کولې، چې په تېرو کلونو کې تري تم شوي پښتانه دې خوشې کړل شي، د نقيب مسيد وژونکي پوليس ته دې سزا ورکړل شي، په قبايلي سيمو کې دې د پوځ له لوري فرش کړي ماينونه وويستل شي، د عملياتو، نښتو او چاودنو وروسته دې د ګرځبنديز له کبله پښتانه نه ځورول کېږي.

په اسلام اباد کې وروسته له هغې دغه احتجاجي ناستې پيل شوې، چې په کراچۍ کې د پوليسو له لوري د نقيب الله مسود په نوم د جنوبي وزيرستان يو ځوان پښتون لومړی ونيول شو او وروسته يې مړ جسد وموندل شو.

د دغې وژنې تور د ځايي پوليسو په يوه مشر راو انور دی نوموړی وايي، چې نقيب مسود له پاکستاني طالبانو سره اړيکې لرلې خو د حکومت له لوري پلټونکي کمېسيون نقيب مسود بې ګناه بللی او د راو انور د نيولو غوښتنه يې کړې.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button