کلید ګروپ: په جنرال رازق برید پلان شوې دسیسه وه

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶ سلواغه ۲۱ فرید افغان)

څو ورځې وړاندې له کندهار څخه رسنیو خبر ورکړ چې په جنرال رازق د ترتیب شوي تکتیکي برید مخه یې نیولې چې په خبره یې د کلید د یو خبریال له لوري په یوه مایک کې چاودیدونکي توکي ځای پرځای شوي و او پر وخت سره کشف شول.

د دې رادیو مسؤل نن له رسنیو سره په خبرو کې ویلي چې تورن خبریال احمدالله څرګند درۍ میاشتې او ۱۷ ورځې وړاندې د ملي امنیت ادارې د وسلوالو سره د لاس لرلو په تور نیولی دی، چې د نوموړي له نیولو وروسته د ملي امنیت ریاست د څرګند دفتر تلاشي او بیا یې مهر لاک کړی و.
د مسؤل په خبره؛ ملي امنیت د تیرې سې شنبې په ورځ د سلواغې په ۱۷ نیټه له نویو څیړنو او تلاشۍ وروسته یاد دفتر بیرته د دې رادیو سرپرست ته سپارلی چې په وینا یې په دواړه ځله څیړنو کې استخباراتي ارګانونو هیڅ مشکوک شی نه دي موندلي.

د کلید مسؤل ویلي؛ د رادیو مسؤلین د دفتر د ورسپارلو په سبا د چهارشنبې په ورځ پر یو مشکوک مایک شکمن کیږي او دا موضوع له امنیتي اداراتو سره شریکوي.
د نوموړي په خبره؛ د امنیتي ځواکونو له راتګ سره موضوع بل رنګ اخلي چې ګواکې دا مایک پولیسو کشف کړی او د رازق د ترور په موخه ایښودل شوی و، په داسې حال کې چې مایک د رادیو مسؤلینو د ملي امنیت د دوځلي تلاشۍ وروسته کشف او امنیتي مسؤلینو ته یې سپارلی و.
د دفتر مسؤلین وایي چې د ملي امنیت له تلاشي وروسته د چاودیدونکو توکو ډک مایک موندل د یوې پټې دسیسې ښکارندویي کوي او باید په دې اړوند څیړنې وشي او نتایج دې له ولسونو سره شریک شي.
د کلید دفتر د مشر له څرګندونو ښکاري چې یاد ماین رازق ته نږدې کسانو د نوموړي د نوم اوچتولو او د کلید پرضد دوسیې جوړولو پخاطر ایښی دی.
د دفتر مشر همداراز ویلي چې امنیتي چارواکي دې اجازه نه ورکوي چې له دې موضوع څخه ځینې اشخاص او افراد خپله قهرمانۍ ثابته کړي .
دا په داسې حال کې ده چې تیرکال هم په کندهار ولایت کې په یوه تکتیکي چاودنه کې چې د متحده عرب اماراتو سفیر د سفارت دغړو او د کندهار د والي مرستیال په ګډون ګڼ شمیر کسان ووژل شول او د دې ولایت د والي په ګډون لسګونه نور ټپیان شول، هغه مهال د یاد برید پړه هم په رازق ور اچول شوې وه چې له چاودنې څو شیبې وړاندې یې سیمه پریښې وه.
د طالبانو په ګډون ټولو ښکیلو غاړو په یاده پیښه کې خپل لاس لرل رد کړي و او ترسره شویو څیړونو هم دا یو داخلي برید بللی وو.
د یادونې وړ ده چې په دې وروستیو کې د کندهار په ولایت کې د رازق ملیشو په هدفي وژنو لاس پورې کړی او په ورځنۍ توګه ګڼ ځوانان د دې وژنو ښکار کیږي.
مرکزي حکومت هم د رازق په خپلسریو سترګې پټې کړې او رازق هم د شمالي ټلوالې په ملتیا د ملي وحدت حکومت ته ټټر وهلی چې هیڅ څوک یې هم له واک څخه نه شي پرزولی.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button