د کابل منډوي کې اور لګېدلی

(کابل ټکی کام : شنبه، ليندۍ ۱۳مه ۱۳۹۴ل)

پلازمينه  کابل  کې د اور لګېدنې له امله ګڼ شمېر دوکانونه سوځېدلي، چې دروند مالي زیان يې اړولی دی .

له کابل نه تازه راپورونه وايې چې نن د کابل د دویمې حوزې په منډوي کې  یوه مارکېټ باندې اور لګېدلی او ورسره نزدې نورو مارکيټونو ته يې هم سرایت کړی .

د سيمې خلکو رسنيو ته ویلي دي دغه اور لومړی د زرداد په نوم یوه مارکېټ کې ولګېده چې دم په دم د اور لمبې تېزيد لې ورسره نزدې بل مارکېټ د حبیب الله په نوم ته هم رسېدلی او شا خوا په پرراخېدلو دی .

چارواکې وايې چې د پېښې سيمې ته عاجله د اور وژنې عمله رسېدلې هڅه کوي چې دغه اور مهار کړي، خو دوي د اورلګګېدنې او یا د رسيدلي زیان په اړه څه نه دي ويلي .

سليم بریال

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button