کابل ټکی کام ۱۴لېندۍ/۱۳۹۴، احمدالله مهاجر
تېره ورځ د میدان وردګو د سیدآباد د اوتړیو نومې کلي په یوه جومات کې د ملي اردو له خوا د یوه هاوان لګېدو په ترڅ کې ۱۲تنه عام وګړي ووژل شول او ۷تنه نور ټپيان شول.
د خبري رسنیو د خبر پر اساس، د افغانستان ولسمشر ښاغلي حامد کرزي یاده پېښه په کلکو ټکو غندلې، او د ملکي وګړو وژنه یې د اسلامي او انساني موازینو خلاف بللې ده.
حامد کرزي همدا راز په جګړه کې له ښکېلو ټولو خواوو څخه غوښتنه کړې تر څو د ملکي تلفاتو د را منځته کېدو څخه په کلکه ډډه وکړي.
ښاغلي حامد کرزي په پای کې یادوو وژل شویو عامو وګړو ته د الله په دربار کې د جنت، او کورنیو ته یې د صبر جمیل غوښتنه کړې.


















