هلمند: خانشين کې ۲ افغان پولیس یوې شوبلې سره طالبانو ته ورغلي

(کابل ټکی کام : جمعه، ليندۍ ۱۳مه ۱۳۹۴ل)

د طالبانو ویاندذبیح الله مجاهد نن د یوې خبرپاڼې د خپرېدو په ترڅ کې ويلي دي، چې د هلمند ولایت خانشین ولسوالۍ کې دوه تنه افغان سرحدي پولیس په وسلو سمبال له یوې شوبلې سره طالبانو ته ورغلي دي .

د خبرپاڼې په اساس دغو دواړو افغان پولیسو ته د طالبانو له لوري دعوت ورکړ شوی وه، له ډېرې مودې راهيسې دوي سره په تماس کې وه، چې نن يې ځانونه تر دوي پورې ورسول .

دغه راز خبرپاڼه زیاتوي چې دغه دوه تنه عسکرو چې د سرحدي پولیسو په لیکو کې يې دندې ترسره کولې  ژمنه يې کړې چې دوې به هېڅکله بېرته د دولت لیکو ته ورستانه نه شي .

د یادونې وړ ده چې په دې ورستيو کې د افغان امنیتي او پوځې چارواکو  طالبانو ته تسليميدل زیات شوي دي.

د تېرې میاشتې په جريان کې یواځې نوریستان ولایت اړوند وانت وایګل ولسوالۍ کې ۳۳۷ تنه افغان امنیتي او ملکي دولتي منسوبين طالبانو سره یوځای شوي دي .

بدرالدین ځواک

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button