د سرپل ترافيکي پېښې ۶ تنو سيميزو پولیسو ته مرګ او ژوبله اړولې

(کابل ټکی کام : (شنبه، لېندۍ ۱۴مه، ۱۳۹۴ل)

د سرپل ولایت چارواکي وايي چې په دغه ولایت کې یوه ترافیکي پېښه رامنځ ته شوې،  چې پایله کې يې ۶ تنو اربیکانو ته مرګ او ژوبله اوښتې .

د سرپل امنیه قومندان مل پاسوال عبدالقيوم باقي زوی، رسنیو ته ویلي دي چې نن غرمه مهال د اربکيو یو موټر د کوهیستاناتو ولسوالۍ څخه سرپل ولایت مرکز ته پر لاره روان وه، چې د موټرچلونکې له کنټرول څخه وتلی او چپه شوی دی .

د باقي زوي په وینا په دغې پېښې کې دوه تنه اربکي پولیس ځای پرځای مړه شوي او څلورتنه نوريې ټپیان شوي دي، چې د سرپل ولایت ملکي روغتون ته د درملنې لپاره انتقال شوي دي .

بدرالدين ځواك

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button