ولس مشر که ولس شرم؟

نعمان لطیف
وطن مو له دردونو، ناخوالو او عجائبو ډک دی، سړی حیران شي چې په کومو دردونو، په کومو ناخوالو، او په کومو عجایبو لیکل وکړي
زما لپاره تر ټولو عجیبه د بلخ د والي له اړخه ډاکټر صاحب غني ته د سورة الفیل چیلنج دی، چې هم ورته خاندم، او هم پرې افسوس کؤم
دا به د تاریخ لومړی پېښه وي چې کوم والي، د دندې پرېښودو په بدل کې ولس مشر چیلنج کوي.
افغانستان اسلامي هېواد دی، او ۹۹.۷% اوسېدونکي یې مسلمانان دي؛ د داسې یوه هېواد چې اوسېدونکي یې له پېړیو را هیسې مسلمانان دي، ولس مشر په اَلَمْ ترَ کیفَ چېلنج کؤل، زښته دشرم او عار خبره ده
عار دعطا لپاره نه دی، بلکې عار دهغه چا لپاره دی چې دداسې یو هېواد دزعامت مشري پر غاړه لري چې اتباع یې د اسلام دمبارک دین سره دتړون اوږده مخینه لري.
دمسلمان حاکم لپاره الله عزوجل په خپل مقدس کتاب کې ددوو معیارونو یادؤنه کړې؛ علماً به په ډېرو برلاسی وي او جسماً به هم په تول پوره وي.
په قد ـ قامت او بدني جوړښت کې ډاکټر صاحب غني که له کالیو، او د جوب له سامان سره هم وزن کړو، پنځوس کیلو نه دی؛ غربیان له فکري اړخه پاخه حرامیان دي. دډاکټر صاحب اشرف غني له کمزوري فزیکي جوړښت څخه یو نوعه تبلیغاتي ګټه پورته کوي.
په سوشل میډیا کې به تاسې لېدلي وي چې یو څو دستوریان د ډاکټر صاحب غني یو غونجکی غوندې انځور خپور کړي او بیا ورته ولیکي؛ قربان ولس مشره او زر کلن شې چې په دې کمزوري او ضعیف جسم د وطن د خدمت دروند بار پر اوږو وړې
دوی ښه پوهېږي چې سلیم عقل په سالم جسم کې وي خو له مجبوریته یې صفت کوي.
درځه جسد یې پرېږدئ بلا ورپسې، دعلم یې دا حال دی چې دخپل یوه والي له لورې په الَمْ ترَکیف چېلنج کېږي؛ دعطا له لورې چېلنج عجیبه نه دی، عجیبه دا ده چې یو داسې څوک چېلنج کړای شي چې دتفکر بلند او بالا دعوې یې تر اسمان رسېږي، او په عین زمان کې دداسې یوه اسلامي هېواد حاکم هم وي چې کابو ټول ملت یې مسلمانان وي. داسې حاکم ولس مشر نه، بلکې د ولس لپاره شرم دی چې په اوږو یې بار وي.
که څه هم عطاء له اسلامي اوامرو خطا دی خو په دې سل په سله باؤري دی چې د مفکر صاحب الم ترکیف نه ده زده ځکه یې چېلنج هم ورکړی.
ممکن ډاکتر صاحب غني په اقتصادي برنامو کې ځانګړی مهارت ولري، او په غربي زده کړو کې به ثاني ونلري، اما د یو مسلمان حاکم لپاره خورا د افسوس مقام دې چې الم ترکیف یې نه وي زده، او د ماتحتو افرادو د سپکاؤي سبب وګرځي خو دا دتاریخ عادت دی چې هغه افراد شرمؤي چاچې د اغیارو په لاس د خپل ملت شرمؤلو ته ملا تړلې وي.



