امنیتي ځواکونه: د خلکو پر مټ جوړشوی ښارګوټی مو په بریالیتوب سره ونړاوو
دا لومړی ځل دی چې حکومتي ځواکونه په لوی لاس د رغنیزې پروژو د له منځه وړلو خبر رسنیزه کوي، په تیر کې هم پر دې ځواکونو تور وو چې د باج د نه ورکولو په خاطر د ځینو پروژو د توقف هڅې کوي او دګڼ شمیر پروژو پر مخ کې خنډ دي.

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶ سلواغه ۲۴ فرید افغان)
د تخار ولایت امنیتي ځواکونه وایي چې د دې ولایت د درقد ولسوالۍ اړوند د شورعرب سیمه کې یې د طالبانو تر نظارت لاندې د ولسي خلکو له خوا رغول شوی ښارګوټی په ټولییزه توګه نړولی دی.
د تخار ولایت د امنیه قومندانۍ سرپرست نظام الدین غوري وایي؛ دغه ښارګوټی، چې په څلور سوه جریبه ځمکه کې جوړ شوی و؛ که څه هم ونډوال یې عام خلک و، خو له دې ویرې چې د طالبانو عایداتي سرچینه جوړه نه شي له ټولو ۱۰۰۰ دکانونو، هوټلونو، جومات او ګڼ شمیر رغنیزو ودانیو سره له منځه وړی دی.
طالبانو څو ورځې وړاندې په یوه خبرپاڼه کې دا کار د حکومت له خوا د ولسي خلکو پرضد لوی جنایت بللی و، او زیاته کړې یې وه چې ‹‹ که چیرې دغه اداره د خلکو استازې وای او یا يې د خلکو د ژوند او ښيرازې په اړه فکر درلودای نو د ولسي خلکو په سرمایه د جوړ بازار چې صرف عام ولس ته يې ګټه رسیږي نړول څه معنا لري او د کوم هدف لپاره دغه ډول جنایت ترسره کیږي؟ ››
د درقد ولسوالۍ د پولیسو قومندان عمر عمر رسنیو ته ویلي چې، د مجبوریت له کبله یې دا اقدام ترسره کړی دی او په وینا یې چې “یوازې د دې ولسوالۍ مرکز مو په واک کې و؛ نورې ټولې سیمې د وسلوالو مخالفانو تر واک لاندې وې “
د طالبانو د ویاند له قوله؛ د ښارګوټي ټول اماکن ولسي خلکو په خپلو پيسو آباد کړي و او چاری يې هم د سیميزې شورا لخوا چې محلي سپين ږيري اومشران په کې ونډه لري، پرمخ بیول کیدې.
د نوموړي په وینا؛ ګډوځواکونو د دې لپاره چې دا سیمه د مجاهدینو په کنترول کې وه او د ښارګوټي دجوړولو زمینه د ولس د اسانتیا لپاره مجاهدینو مساعده کړی وه نړولو ته مټې رابډوهلې وې.
دا لومړی ځل دی چې حکومتي ځواکونه په لوی لاس د رغنیزې پروژو د له منځه وړلو خبر رسنیزه کوي، په تیر کې هم پر دې ځواکونو تور وو چې د باج د نه ورکولو په خاطر د ځینو پروژو د توقف هڅې کوي او دګڼ شمیر پروژو پر مخ کې خنډ دي.



