لیکنه: الهام البدري
دا لومړی ځل نه دی چې کفري نړۍ داسلامي مقدساتو توهين او سپکاوی کوي؛ بلکې دا له هغه وخته تکراریږي کله چې داسلام ستر پیغمبر (محمد صلی الله علیه وسلم) اسلام ته دبلنې دروازه پرانسته، او اسلامي مفکوره ورځ تر بلې دپرمختګ په حال کې وه،
نو دمكې متعصبو مشرکینو وویل:
که ددې دعوت او فکر مخنیوی ونشي نږدې ده چې دعربو نوی نسل به دغه فکر او دعوته لبیک ووایي.
نو سمدلاسه یې درسول الله صلی الله علیه وسلم او ورسره ملګرو صحابه کرامو، په ځورونو او پروړاندې یې په پراخه تبليغاتو پیل وکړل،
ډول ډول تهمتونه او افتراوې دشعر او نثر په ژبه د اسلام پرمقدس دین او رسول الله صلی الله علیه وسلم پورې تړلې
او ددې لپاره به یې ځانګړې حجرې اومجلسونه جوړول .
که نبوي سیرت او خپل تاریخ ته ځېر شو؛ نو وبه ګورو، چې رسول الله صلی الله علیه وسلم اواسلام ته دومره صدمه او تکلیف له هیڅ شي نه ده رسېدلی، څومره چې ورته له تبلیغاتو او فکري جګړې رسېدلی
دغې تبلیغاتي او فکري جګړې هغه وخت لا ډېر زور واخست، کله چې ديهودو نظامي ځواک د جګړې پر ډګر مات او وپرزول شول او د مسلمانانو سره دمخامخ جګړې توان یې له لاسه ورکړ. دغه وجه وه کله چې یهودو په فرعوني فکر په نړۍ داشغال اراده وکړه په لومړي قدم کې یې ټولې رسنۍ تر خپلې ولکې لاندې کړې خاصکر اسلامي هیوادونو ته یې یوه ځانګړې توجه ور واړوله، پر مختلفو ژبو یې خپرونې او زهرجن پروګرامونه یې ورته پیل کړل او داسې تبیلغاتو یې شروع کړل
چې مخکې له دې چې یهودې عسکر په اسلامې خاوره داشغال ګامونه کېږدي، په رسنیو یې دکمزورو او ساده مسلمانا،ن فکرونه اشغال کړل او دومره پرمختګ یې وکړ
چې په روان حالت کې یهودي رسنۍ يوازې په افغانستان کې اتیا (۸۰) تلوېزوني چاینلونه او دوه سوه (۲۰۰) رادیوګانې خپرونې لري شپه او ورځ د اسلامې ټولنې په بربادۍ اود مسلمانانو په بې لارې کولو بوختې دي؛ خو
په رسنیز ډګر کې د یهودیانو زیاتې پانګې اچونې د بي بي سي په نوم داسې یوه مضره شبکه وزیږوله چې له دوهم نړیوال جنګ نه راوروسته یې بیخي سترو سترو فجایعو او بدبختیو ته لاره هواره کړیده، د اسلام پر ضد د شیطاني یهودي فرهنګي ډګر دغه مخکښه رسنۍ په دومره دقت او مکر د اسلام پرضد پروپاګند کوي چې زیاتره ساده او کم علمه مسلمانان یې خپله د خپل دین په دښمنۍ کې درولي خال داچې هغوی لا په ځان هم نه دي خبر!
د افغانستان خاورې ته د صلیبي اشغالګرو د راتګ سره سم بي بي سي پښتو او فارسي څانګو هم خپله ټوله توجه دې لوري ته راوګرځوله چې څه ډول وکولای شي افغانستان کې د بې شرمۍ کلتور ته وده ورکړي، ښځې د حیا او غیرت له جوهرونو خلاصې او د اروپا په څېر ترې د نارینه و د لوبو آلې جوړې کړي له دې هر څه سره يې زموږ دمقدساتو په توهين هیڅ سرپه نه ده کړې.
دیادونې وړده چې څه موده وړاندې د کندوز د اشرف المدارس په خلاف د بي بي سي له کرکې او تعصب نه ډک پروګرام د هغه پروګرامونو پیل و چې په ډاګه په کې اسلامي مقدساتو ته توهین کیږي، پر دې هرڅه سربېره یې دتوهین دزهرجن سېلاب څپې دحرم شریف تر حریم را ورسېدې
څو ورځې وړاندې یې یو لیکلی پيغام خپور کړ چې پکې لیکل شوي و چې دطواف په حالت کې مېرمنې له جنسي زورونو سره مخ دي. استغفر الله!
خوزه یوازې دومره وایم چې حرم شریف ته الله جل جلاله دامن ځای ویلي دا له هرې فتنې او فساد خوندي کور دی داسې کړنې دکومو تهمت چې ملعونې رسنۍ تړلی له اسلام څخه مخکې دجاهلیت په زمانه کې هم څوک په حرم کې نشي ثابتولی .
پر دې سربېره په حرم شریف کې په زرګونو، پټې او ښکاره کامرې نصب شوي او شپه او ورځ دزرګونو څارونکو تر کلکې څارنې لاندې دې، حتی چې په تمام حرم کې داسې یوه لوېشت ځای نشته چې له لید او څارنې خوندي وي


















