طالبان:د ملکي تلفاتو په اړه د یونما وروستی راپور د امریکایانو او افغان دولت په تبریه راڅرخي
د طالبانو په خبر پاڼه کې راغلي؛ نړیوال او افغانان شاهدان دي او امریکايي ځواکونه هم اعتراف کوي چې په تیر کال کې په افغانستان کې امریکايي “اشغالګرو“ تر ۴۳۰۰ پورې هوايي بمونه غورځولي، سلګونه چاپي يې اچولي او هر د عقل خاوند پوهیږي چې په دومره ډیرو بمبارونو کې د خلکو کورونه نړیږي او عام خلک تلف کیږي.

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶ سلواغه ۲۷ فرید افغان)
طالبانو د یونما له خوا خپور شوی راپور رد کړ او هغه یې په ټولییزه توګه د امریکایي ځواکونو او افغان حکومت له خوا ترتیب شوی وباله.
سره له دې چې امریکایانو سږکال په افغانستان کې درنې بمبارۍ وکړې او زرګونونو ولسي افغانانو ته یې مرګ ژوبله واړوله خو تیره ورځ په افغانستان کې د د ملګرو ملتونو استازي“ تداماچی یاماماتو“ په یوه راپور کې د ۱۰زرو ملکیانو په مرګ ژوبله کې ایله ۲ سلنه بهرنیان پړه و بلل.
همداراز افغان دولت ۱۳ او طالبان ۴۲ سلنه د ملکي مرګ ژوبلې عاملین یاد شوي.
طالبانو دې راپور ته غبرګون ښودلی او زیاته کړې یې ده چې “اسلامي امارت د یوناما دغه یو اړخیز راپور په کلکه ردوي، په راپور کې په ښکاره ډول په افغانستان کې د اشغالګرو امریکايي ځواکونو پلو نیول شوی او د هغو په جنایاتو د پردې اچولو هڅه شوې”
په دې راپور کې راغلي چې په ۲۰۱۷ کال کې ۳۴۳۸ ولسي افغانان وژل شوي او ۷۰۱۵ نور ټپیان دي چې یواځې دوه سلنه پړه یې د بهرنیانو پر غاړه ده.
د طالبانو په خبر پاڼه کې راغلي؛ نړیوال او افغانان شاهدان دي او امریکايي ځواکونه هم اعتراف کوي چې په تیر کال کې په افغانستان کې امریکايي “اشغالګرو“ تر ۴۳۰۰ پورې هوايي بمونه غورځولي، سلګونه چاپي يې اچولي او هر د عقل خاوند پوهیږي چې په دومره ډیرو بمبارونو کې د خلکو کورونه نړیږي او عام خلک تلف کیږي.
طالبانو همداراز ویلي چې تر امریکایانو وروسته په دوهمه کټګورۍ کې د ملکي مرګ ژوبلې مسؤل لوری افغان حکومت ده چې په وینا یې “عسکر، پولیس او خصوصا اربکیان په کلیو او بانډو د ثقیله وسلو او هاوانونو په مټ کورونه پع نښه کوي، د ښځو او ماشومانو په ګډون عام خلک شهیدانوي او زرګونه ملکي خلک يې زندانونوته اچولي دي“
طالبانو د یونما راپور په توله معنا یو اړخیز او شرمونکی اقدام بللی او زیاته کړې یې ده چې
‹‹په دا ډول راپورونو کې هڅه کیږي چې د اسلامی امارت د مجاهدینو په وړاندې د پروپاګند توکي برابر شي او د افغانستان د غمیزي اصلي عاملینو اشغالګرو ته چې پوره ۱۷ کاله زموږ په هیواد کې باروت استعالوي او خلک وژني تبریه ورکړل شي.
››
طالبانو ویلي چې یونما د دوی هغه راپور ته چې د کال په پای کې نشر شو هیڅ توجه نه ده کړې او په خبره یې چې “متأسفانه چې په دغه ډول راپور تهیه کولو کې د استخباراتي کړیو او د افغانستان د خلکو د دښمنانو له منابعو څخه استفاده شوې، او د اسلامي امارت د ملکي تلفاتو د ادارې راپور ته چې د کال په پای کې په کامله بې طرفۍ او مستندو دلائلو سره ترتیب او نشر شو هيڅ ډول اعتنا نه ده شوی.“
طالبانو د ملګرو ملتونو د دفتر وروستی راپور د تاسف وړ بللی او د ملکي تلفاتو څخه یې د طالبانو پر وړاندې د پروپاګند او پر هغوی د فشار د وسیلې په توګه کار اخیستل غندلی دي



