اجرایه ریاست: د بریښنایي تذکرو د ویش لړۍ به د ملي اجماع د رامنځته کولو وروسته پیل شي
د یادونې وړ ده چې په ولسي جرګه کې یو شمیر وکیلان او ځینې حکومتي چارواکي په تذکرو کې د افغان کلمې له یادولو سره مخالف

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶ سلواغه ۲۷ فرید افغان)
وروسته ترهغه چې ځینې راپورونه خپاره شول چې ښایي راتلونکو دریو ورځو کې د بریښنایي تذکرو د ویش لړۍ پیل شي او په دې تړاو ولسمشر غني، میرمنې یې او دهغه دوهم مرستیال سرور دانش ثبت نام هم ترسره کړی، دې چارې تازه د حکومت د اجرایه رئیس غبرګون راپارولی دی.
اجرایه رئیس نن سهار پر خپله فسبوک پاڼه لیکلي چې
د تذکرو د ویش لړۍ د هیواد له لویو قضایاو څخه ده او په دې تړاو جدي بحث او دقت ته اړتیا ده ترڅو په دې تړاو ملي اجماع او توافق رامنځته شي.
اجرایه رئیس ویلي چې “ په همدې اساس د راتلونکو اختلافاتو دمخنیوي په خاطر غواړي د تذکرو د ویش لړۍ هیڅ پیل نه شي.“
نوموړي ویلي، د شنبې په ورځ به په همدې تړاو له ولسمشر سره خبرې وکړي او د تذکرو د ویش لړۍ به د افغانستان ددولت په سطحه تر بحث لاندې ونیول شي.
د یادونې وړ ده چې په ولسي جرګه کې یو شمیر وکیلان او ځینې حکومتي چارواکي په تذکرو کې د افغان کلمې له یادولو سره مخالف .
ولسي جرګې له ژمنیو رخصتیو وړاندې د استازو د دواړو جرګګیو د ګډې کمیټې له خوا د افغان کلمې راوړل ومنل، خو وروسته یې بیا ترې انکار وکړ او په دې تړاو یې ۶ ځله غونډې وکړې خو بیا هم توافق ته ونه رسیدل .
معلومه نه ده چې ایا د تذکرو د ویش لړۍ به پیل شي که نه خو داسې ښکاري چې یو شمیر کړۍ د دې تذکرو د ویش په بهانه د خپلو شخصي منافعو په لټه دي.



