(کابل ټکی کام، ۱۳۹۶، سلواغې ۲۹) په ولسي جرګه کې د ننګرهار د خلکو استازی ظاهر قدير وايي، چې حکومت د داعش ځپلو په نوم د خلکو غولولو لپاره تبليغات کوي او د هغوی پرضد يې هيڅ اقدام نه دی کړی.
نوموړي، چې تېره ورځ يې په ننګرهار کې خپلو پلويانو ته خبرې کولې وويل چې حکومت د امنيت په تامین کې پاتې راغلی او د دې پر ځای چې امنيت ټينګ کړي په غير مستقيمه توګه نا امنيو ته لمن وهي.
د قدير په خبره، داعش سوله وال اوس هم په ننګرهار کې پراخ فعاليت کوي او حکومت يواځې د هغوی د ځپلو په خبرو خلک غلطوي او تبليغاتو ته يې زور ورکړی دی.
هغه په ګډ حکومت هم نيوکې وکړې او په وينا يې، فساد، نا امني، فقر، بېګاري او ولږه تر وروستۍ کچې زياته شوې او ولسمشر او کابينه د خپلو مامورينو په کنترولولو هم نه دي بريالي شوي.
که څه هم ظاهر قدير د چا نوم ياد نه کړ خو زياتوي، چې د نړيوالو له لوري راغلې مرستې د څو مشخصو کسانو جېبونو ته لوېږي چې دغې چارې ولس په حکومت بې باوره کړی دی.
دغه راز، د ننګرهار قومي مشرانو هم له حکومت څخه ناهيلي څرګنده کړه زياته يې کړه د ننګرهار ولس له زياتو ستونزو سره مخ دی خو د حکومت له لوري د دغې ستونزو د له منځه وړلو په اړه هيڅ اقدام نه تر سترګو کېږي.
دا په داسې حال کې ده، چې څه موده مخکې نوموړي تور پورې کړی و چې په ننګرهار کې داعش وسله وال د دولتي امنيتي ادارو له لوري اکمالېږي او هغوی له خوا ورسره مرستې کېږي.


















