یکشنبه, اپریل 26, 2026
کابل ټکی کام
Advertisement
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
کابل ټکی کام
No Result
View All Result
Home اسلام پوهنه

غیبت دقرآن او حدیثو په رڼا کې

عبد الله صديقي نشرونکی: عبد الله صديقي
فبروري 18, 2018
کټګوریانې: اسلام پوهنه
0
87
ځلې شریک شوی
1.1k
کتونکي
Share on FacebookShare on Twitter

سلیمان حقاني

باسمه تعالی
نحمده ونصلی علی رسوله الکریم وبعد: په موجوده عصر کې اکثره خلک دغفلت او بي توجهی له امله په قسما قسمه ګناهونو کې اخته دي، نو په علماوو لازم
دي چې په دی باره کې پوره توجه ولري او په هری ممکنې طریقي او لاري سره چي وی خلک دغفلت له خوب څخه راویښ کړي· دخرابو او لویو ګناهونو د جملې څخه یوه لویه او کبیره ګناه غیبت دی چي مسلمانان پکی شپه او ورځ مبتلاء او اخته دې چی غیر له وخت ضایعه کولو او ځان مصروفولونه بله کومه فائده نه لری بلکی بر عکس دنیاوی او اخروی نقصانات لرې غیبت هغه لویه ګناه ده چې شریعت کې یي تشبیه دزنا او عفت ضد منافي عمل سره ورکول شوی ده لکه یو حدیث کې رازي (الغیبة اشد من الزناء) غیبت له زنا څخه هم بد عمل او ګناه ده
دغیبت تعریف
غیبت داول حرف په کسری سره دچا عیب دهغه په غیاب کې بیانول، یا چاپسي بدویل دهغه به غیاب کی یا دچا بد ګویي بیانول دهغه په غیاب کې·
درسول الله صلی الله علیه وسلم له نظره دغیبت تعریف.
{رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمائل: اتدرون مالغیبة؟ ذکرك اخاك بما یکره · قیل افریت ان کان في اخي ما اقول؟ قال: ان کان فیه ماتقول فقد اغتبته وان لم یکن فیه فقد بهته}
ترجمه: آیا پوهېږۍ غیبت څه شي دی؟ (رسول الله صلی الله علیه وسلم په خپله ځواب ورکړ) داچي ورور دي په داسې څه سره یاد کړی چې هغه پرې خفه کیږي (یو صحابی ) عرض وکړ که هغه څه چی زه یي وایم زما په ورور کې موجود وي رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمائل: هغه څه چی ته یي وایي که په هغه کې وی نو تا دهغه غیبت وکړ او که هغه پکې نه وي نو تا په هغه تهمت وتړلو.
امام نووي (رح) ددي حدیث په شرح کې لیکلې: برابره خبره ده که دي مسلمان ورور په ژبه کتابت او لیکلو سره په هغه څه سره یاد کړ چې هغه یي نه خوښوی یا په رمز او اشارو سره په سترګو لاسونو یا سر سره یاد کړ دا ټول په غیبت کې داخل دی.
قرآن کریم غیبت دمړه ورور دغوښې خوړلو سره تشبیه کړی.
الله تعالی فرمائي: ولا یغتب بعضکم بعضاً ایحب احدکم ان یأکل لحم اخیه میتاً فکرهتموه واتقوا الله ان الله تواب رحیم
ترجمه: او غیبت مه کوی ځنې دځینو نورو آیا داخبره خوښه وي یو کس ستاسي چې وخوری دخپل ورور غوښه په داسی حال کې چې هغه مړوی نو ددغه کار نه نفرت وکړۍ او دالله تعالی نه وویریږۍ بیشکه الله توبه قبلونکې مهربانه ده.
دغیبت منشاء:
دغیبت منشاء طعن، بدګڼل، عیب لټول، کبر او خود خواهی ده
کله چی انسان ځان لوې او نور خلک دځان څخه کم او سپک وګڼي نو په سوچونو او خبرو شروع وکړی …..
دغیبت کونکو سزاء:
علاءبن حارث رضی الله عنه درسول الله صلی الله علیه وسلم نه روایت کوی:
رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمائل: څوک چې په بې ګناه خلکو باندی تهمت ولګوی یا هغه څوک چي غیبت کوي دقیامت په ورځ به دسپیو په شکل پورته کړی شي
دابن عباس رضی الله عنه په روایت رسول الله صلی الله علیه وسلم دمعراج په شپه ځنې خلک ولیدل چي دمرداري غوښه یي خوړله رسول الله صلی الله علیه وسلم د جبرائیل علیه سلام نه پښتنه وکړه چی دوي څوک دي؟ جبرائیل علیه سلام وفرمائل: داهغه خلک دي چې دخلکو غوښه یي خوړله یعني غیبت یي کولو.
دغیبت دمرض علاج
{۱}دپرهیزګارۍ روحیه تقویه کول او خپل نفس دمراقبی او نظر لاندی ساتل.
{۲}مسلمان دي دا اومني چې ټولې خبری یي همیشه ثبت او لیکلی کیږي او دهغي په باره کې به تري پوښتنه کیږي.
{۳}ډیر دقت غور او پلټنه دنورو دقضاوت په وخت کې خاص هغه خبره چې په خلکو کې خوریږي.
{۴}خپله غوصه کنټرولول.
{۵}په مجلس کې کمی خبری کول او دچا نوم بغیر دضرورت څخه نه اخستل…
الله دي مونږ ټول مسلمانان ددي ناوړه او بد عمل څخه وژغوری او الله دی مونږ ټولو ته دنیکو اعمالو توفیق رانصیب کړی

دا هم ولولئ

د برات د شپې غوښتنې!

چې خلک ونه وایي محمد (ﷺ) خپل ملګري وژني

د خان او غریب په اړه نبوي کیسه

لوی ټکي: غىبتقرانګناه
مخکینې مطلب

میدان وردګ: په تښتېدلو زندانيانو کې اووه طالبان دي

بل مطلب

ظاهر قدير: حکومت په غير مستقيمه توګه نا امنيو ته لمن وهي

ځانګړي مطالب

اسلام پوهنه

د برات د شپې غوښتنې!

نشرونکی: احسان تکل
فبروري 2, 2026
اسلام پوهنه

چې خلک ونه وایي محمد (ﷺ) خپل ملګري وژني

نشرونکی: ح جلال
جون 7, 2025
اسلام پوهنه

د خان او غریب په اړه نبوي کیسه

نشرونکی: ح جلال
اپریل 4, 2025
اسلام پوهنه

د اعتکاف فرصت له لاسه مه ورکوه!

نشرونکی: احسان تکل
مارچ 27, 2024
اسلام پوهنه

روژه د څه لپاره؟

نشرونکی: ح جلال
مارچ 11, 2024

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

وروستي

ستره محکمه: په درېیمه ربعه کې د ښځو حقونو ۴ زره قضیو ته رسېدنه شوې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 26, 2026
0

سبا د ۱۶۰ میلیونه ډالرو په پانګونې د یتیم‌تاق سمنټو فابریکې چارې رسماً پیلېږي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 26, 2026
0

د معيار او کيفيت اداره: د شيخ ابو نصر فراهي بندر کې ۲۴ ټنه بې‌کیفیته بټرۍ بېرته صادرونکي هېواد ته وګرځول شوې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 26, 2026
0

ملا امير خان متقي: د ورزشي ډيپلوماسۍ له لارې غواړو له نړۍ سره اړیکې نورې هم پراخې او پیاوړې کړو

نشرونکی: ح جلال
اپریل 26, 2026
0

خوست کې څه باندې ۶۸۰ جریبه ځمکه د امارتي ملکیت په توګه ثبت شوه

نشرونکی: ح جلال
اپریل 26, 2026
0

د شانګهای همکاریو سازمان :افغانستان د سیمې د اوږدمهاله امنیت او ثبات لپاره حیاتي ارزښت لري

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 26, 2026
0

مهاجرينو کمېسیون: تېره ورځ ۷۷۲ کورنۍ هېواد ته راستنې شوې او اړينې مرستې ورسره وشوې 

نشرونکی: ح جلال
اپریل 26, 2026
0

ولسمشر پزشکیان: ایران د فشار او ګواښ تر سیوري لاندې تحمیلي مذاکرات نه مني

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 26, 2026
0

پر اوکریین د روسیې تازه بریدونه؛ لسګونو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 26, 2026
0

د افغانستان برېښنا شرکت له روسي کمپنیو سره د همکاریو هوکړې وکړې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 26, 2026
0

ډیر کتل شوي

  • قطر کې د امریکا ویزو په تمه افغانانو ته د ستنېدو یا درېیم هېواد انتخاب په اړه د بهرنیو چارو وزارت څرګندونې

    10 شریک شوي
    شریکول 4 Tweet 3
  • اقتصادي معاونیت: د ګلبهار استوګنیز او سوداګریز ښارګوټي طرحه په پرنسیپ کې تایید شوه

    9 شریک شوي
    شریکول 4 Tweet 2
  • نتانیاهو “د غزې ویجاړونکی” په سرطان ناروغۍ اخته شوی

    8 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • د ایران بهرنیو چارو وزیر له لوړ پوړو پاکستاني چارواکو سره لیدلي

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • سبا د ۱۶۰ میلیونه ډالرو په پانګونې د یتیم‌تاق سمنټو فابریکې چارې رسماً پیلېږي

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
کابل ټکی کام

کابل ټکی کام په اړه

کابل ټکی کام یوه ازاده او خپلواکه وېبپاڼه ده
په کابل ټکی کام کې نشر شوي لیکنې او تبصرې یوازي د لیکوالو نظر څرګندوي، زموږ د ویبپاڼې توافق ورسره شرط نه دی .
-----------------------------------
Kabull.com is an independent news
website in Afghanistan

Commentaries and articles published here, represent the views of their authors solely. They do not reflect the editorial policy of the website

زموږ بريښنالیک ادرس
kabullnews@gmail.com

ورځې وجــــــــــــيزه

هیڅوک به له تاسې څخه جنت ته داخل نشي، څو چې د کامل ایمان خاوندان نه شۍ کیدای شي څو چې په خپل منځ کې مینه او ورورولي ټینګه نه کړی. (رسول اکرم صلی الله علیه وسلم)

نشرونکی: محب الله عاطف
دسمبر 16, 2019

تازه خپاره شوي مطالب

ستره محکمه: په درېیمه ربعه کې د ښځو حقونو ۴ زره قضیو ته رسېدنه شوې

سبا د ۱۶۰ میلیونه ډالرو په پانګونې د یتیم‌تاق سمنټو فابریکې چارې رسماً پیلېږي

د معيار او کيفيت اداره: د شيخ ابو نصر فراهي بندر کې ۲۴ ټنه بې‌کیفیته بټرۍ بېرته صادرونکي هېواد ته وګرځول شوې

ملا امير خان متقي: د ورزشي ډيپلوماسۍ له لارې غواړو له نړۍ سره اړیکې نورې هم پراخې او پیاوړې کړو

خوست کې څه باندې ۶۸۰ جریبه ځمکه د امارتي ملکیت په توګه ثبت شوه

د شانګهای همکاریو سازمان :افغانستان د سیمې د اوږدمهاله امنیت او ثبات لپاره حیاتي ارزښت لري

مهاجرينو کمېسیون: تېره ورځ ۷۷۲ کورنۍ هېواد ته راستنې شوې او اړينې مرستې ورسره وشوې 

ولسمشر پزشکیان: ایران د فشار او ګواښ تر سیوري لاندې تحمیلي مذاکرات نه مني

پر اوکریین د روسیې تازه بریدونه؛ لسګونو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com

No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com