تخار: دینګي قلعه ولسوال وایي؛ د امنیې قوماندان مو بچه باز دی
د دې ولسوالۍ ولسوال او قومي پاڅون کونکو د ولایت مقام ته یو شکایت لیک استولی چې پکې راغلي؛ یا دې قوماندان له دندې ګوښه کړي او یا به هم پر لاریونونو لاس پورې کړي

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶ سلواغه۲۹ فرید افغان)
د تخار ولایت د ینګي قلعه ولسوالۍ د امنیې قوماندان په بچه بازي او قمار تورن شوی دی.
د دې ولسوالۍ ولسوال عبدالمناف فیضي د سلام وطندار خبري شبکې ته ویلي چې د عبدالقدوس په نامه دې ولسوالۍ ته نوی ټاکل شوی د امنیې قوماندان تر دې وړاندې د دې ولسوالۍ د جنایي امر و، چې په خپل کاري دفتر کې یې بچه بازي او قمارونه ترسرکول.
په هغو انځورونو کې چې نشر شوي یوه دمبوره ښکاري چې غالبا د بچه بازي په محافلو کې ترې کار اخیستل کیږي.
د ولسوال په خبره، د امنیې قوماندان له راتګ څخه یواځې دوه اونۍ تیریږي چې په دې موده کې یې څوځله د بچه بازي محافل دایر کړي دي.
که څه هم د امریکایي سرپلټونکې ادارې “سیګار“ په ځلونو ویلي چې په امنیتي ځواکونو کې په پراخه کچه دا ناوړه پدیده روانه ده خو دا لومړی ځل دی چې یو ولسوال پر خپل د امنیې قوماندان باندې دا تور لګوي
د ولسوال تر څنګ د دې ولسوالۍ د اربکیانو مشر ملک تاتار هم وایي چې امنیه قوماندان نه شي کولی د ولسوالۍ اداره په ښه توګه وکړي، ځکه چې په وینایې نوموړی له خپلو هلکانو سره په ځانګړو خونو کې وخت تیروي او طالبان آن د ولسوالۍ تر مرکزه رسیدلي دي.
د دې ولسوالۍ ولسوال او قومي پاڅون کونکو د ولایت مقام ته یو شکایت لیک استولی چې پکې راغلي؛ یا دې قوماندان له دندې ګوښه کړي او یا به هم پر لاریونونو لاس پورې کړي
د امنیې قوماندان له ځان څخه یاد تورونه رد کړي او هغه یې د مخالفینو د رقابتونو ناکامه هڅه بللې.
د یادونې وړ ده چې واشنګټن پوسټ څه موده وړاندې ویلي و، چې د امریکا د دفاع وزارت سیګار او نورو پلټونکو ادارو ته اجازه نه ورکوي ترڅو د افغان ځواکونو په لیکو کې د اخلاقي فساد اړوند پراخې څیړنې ترسره او ابلاغ کړي.
دا لومړی ځل نه دی چې یو قوماندان په داسې ناوړه چارو ترسره کولو تورنیږي، تر دې وړاندې په ګڼو ولایاتو کې د امنیتي ځواکونو قوماندانان او او افسران په ورته جنایی کړنو کې تورن بلل شوي خو حکومت یې پر وړاندې هیڅ اقدام نه دی ترسره کړی.



