پلچرخي زندان: ۲۱ بندیانو د قرآنکریم د حفظ دستاربندي وکړې

په یاده غونډه کې د بندیانو هیڅ پایوازانو ته اجازه نه وه ورکړل شوې ترڅو د خپلو اقاربو د خوښۍ په شیبو کې ګډون وکړي.

(فرید افغان۱۳۹۶ سلواغه۲۹ فرید افغان)

له دې سره سره چې په دې زندان کې د زدکړو بهیر خورا ستونزمن او پیچلی دی، خو د دې زندان بندیان بیا هم هڅه کوي چې خپل وخت تر ډیره هغه څه ته ورکړي چې اړتیا ورته لري.
د پلچرخي زندان څخه راپورونه وایي چې؛ د تیرې یک شنبې په ورځ دیاد زندان په څلورم بلاک کې ۲۱ تنو سیاسي بندیانو د دستار فضیلت پګړۍ وتړلې، چې په دوی کې څلورو تنه د حسن قرائت او ۱۷ تنه یې د قرانکریم د حفظ اړوند و.
په یاده غونډه کې د بندیانو هیڅ پایوازانو ته اجازه نه وه ورکړل شوې ترڅو د خپلو اقاربو د خوښۍ په شیبو کې ګډون وکړي.
د یاد زندان بندیان ډیر کله شکایت کوي چې د قید مودې یې پوره دي خو بیا هم نه خوشې کیږي او همداراز کوم تخفیفات چې راځې په هغو کې هیڅ سهم نه ورکول کیږي خو مسؤلین بیا وایي چې دا ستونزې د لوړو مقاماتو له لوري جوړې شوې او دوی یې هم د حل په لټه دي.
د یادونې وړ ده چې چې په یاد زندان کې شاخوا ۱۰ زره تنه زندانیان شتون لري چې زیاتره یې سیاسي دي او د امریکایانو او افغان ځواکونو پرضد په فعالیتونو تورن دي.
زندانیان وایي چې د پوهنې وزارت د کتابونو، او نورو درسي موادو هیڅ مرسته ورسره نه کوي او دوی اړ دي چې له ښار څخه په څو چنده لوړ قیمت درسي توکي را وغواړي

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button