د سمنګانو لرې شوی والي: چې د جمعیت خوښه نه وي د ولسمشر پریکړه نه منم

خدام ویلي چې د ولسمشر پریکړه ورته هیڅ ارزښت نه لري،د ترکمن قوم مشران یې ټول تر څنګ ولاړ دي او په وینا یې چې تر هغو چې ترکمن مشرانو او د جمعیت ګوند مشرتابه فیصله نه وي کړې دنده به مخته وړي

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶ سلواغه ۲۹ فرید افغان)

تر عطانور وروسته دا ځل د سمنګانو والي عبدالکریم خدام هم د ولسمشر پریکړه وننګوله او په وینا یې چې دنوموړي د لرې کولو پریکړه غیر عادلانه او له انصاف څخه لرې ده.
خدام وروسته تر هغه دا دریځ غوره کړ چې تیره ورځ د سیمیزو ارګانونو خپلواکې ادارې د ولسمشر په امر د سمنګانو په ګډون د ۵ ولایتونو والیان له دندو ګوښه او پرځای یې نوي والیان وټاکل.
والي ګواښ کړی چې تر هغو به دندې ته دوام ورکوي ترڅو یې چې د ګوند خوښه وي.
خدام ویلي چې د ولسمشر پریکړه ورته هیڅ ارزښت نه لري،د ترکمن قوم مشران یې ټول تر څنګ ولاړ دي او په وینا یې چې تر هغو چې ترکمن مشرانو او د جمعیت ګوند مشرتابه فیصله نه وي کړې نوموړی او داکتر ضیا چې مرستیال یې دی، خپله دنده به مخته وړي.
دا په داسې حال کې ده چې د بلخ د والي او ارګ ترمنځ ناندرۍ تر دوو میاشتو ورسیدې او ارګ لا هم نه دی توانیدلی چې عطانور له دندې څخه لرې کړي.
عطانور ګواښ کړی چې پلازمینه کابل ته به د زرګونو وسایطو سره یوځای حرکت کوي ترڅو د ارګ پرضد لوی میلوني لاریون ترسره کړي.
نوموړي همداراز ارګ مشر ته په دیني، سیاسي او نورو برخو کې چلنج ورکړی دی.
تر اوسه د جمعیت د ګوند او ارګ تر منځ ۶ ناستې شوې خو لا هم کوم توافق ته نه دي رسیدلي

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button