روسان چا مات کړه او ثمره ىى څوک اخلى?

لیکوال سید حبیب الرحمن امام

په دي ملت هرچاظلم وکی اولا کوی یی خو داملت چی څومره غلامان لری دهغه څخه زیا غیرتی اومؤمن بچی لری دلته دډیرو یرغلګرو ککری خاوری شوی خونوری به هم انشاالله خاوری شی کله چی کمونستانو اوخلقیانو روسان راوستل ټول ملت یی مخالفت وکړ اوجهادیی پیل کړی خوبعضو تش په نامه جهادکوی هغه هغه خلګ ووچی ټانګ یومجاهدسوځلی وودوبه هغه ټانګ ته ځان رساوه اوهلته به یی عکسونه اخیستل اواوس دجهادثمره غواړی اووایی چی موږ روسان مات کړی دنوروافغانانو دقربانیو اوتکالیفو ثمره دوی اخلی دوی خوبه په پشاور کی ناست وو یابه په پنجشیر کی ناست وو او پنجشیر کی دروسانو سره تړون شوی وو خواصل کی چی روسان مات کړل شول هغه دملت په همکاری دطالبانو جبهو مات کړه او هغوی ځکه دروسانو په مقابل کی ډیر مشهور نشوه چی تقوا یی ډیره وه په هیڅ جنګ کی به یی کیمری نه پریښودلی اوپه هغه وخت کی مشهوره اوبانفوذه جبهی دطالبانو وي اوعملیات زیاتره دغو جبهو کوله.

دلته به مختصر دهغو جبهو تعارف وکم لکه لوی کندهارکی۱ ملامحمد عمررح سره ملاعبدالکریم اخند ملابرادراخند

۲ دمولوی محمداکبر اغا جبهه چی ملا محمد اخند دتحریک طالبانو په اول کی نظامی وو ملامحمد حسن اخند دکندهار والی وو مولوی محمدولی دامربالمعروف وزیر مولاناعبدالرزاق دتجارت وزیر وو حاجی حیات الله حاجی لالا دامریکایانو په وخت کی دکابل او کندهار والی اوحافظ محیب الله دااوسنی وخت کی دکابل والی وو اوتورک اغا دخوست والی شهید مولوی فیض محمدسجاد وو او نور داسی

۳د قمندان عبدالرازق جبهه ملا محمدربانی حاجی معاون صاحب ملایارمحمداخنددغزنی والی ملامحمدغوث اخندوزیرخارجه وو په اول دطالبانو کی اونور داسی

۴دملاشیرین اخندجبهه شهیدمولوی عبدالحنان جهادوال وغیره

۵دملاحاجی محمد اخندسره ملابورجان اخند شهیداختر محمدمنصورو ملامحمدحسن چی په کابل کی دشورارئیس

۶ دمولوی اخترمحمد باباصاحب شهید ملادادالله اخند

۷ ملامحمدصادق اخند سره شهیدملاعبیدالله وزیر دفاع ملاعبدالسلام ضعیف وغیره رئیس باغران ملا عبدالواحد

۸ شهید نصرالله منصور مولوی جلالدین حقانی مولوی کبیر عبدالحکیم مجاهدپه امریکا کی دطالبانو استازی

۹ مولوی پیرمحمدروحانی مشرقي کې معلم اول ګل مرحوم انوارلحق مجاهد وغیره

۱۰ شمال کې مولوی محمدقل تاجک چی دطالبانوسره وو

۱۱ هرات کې مولوی عبدالحکیم د هغوخلګوڅخه بعضي داخلګ ووچې طالبان حکومت یی جوړ کړي وو نورهم داغه رنګه زیات وو

اوبعضی په هغه وخت کی زخمیان شوي هم وو خو ددوي دبرکته دافغانستان څخه روسان ووتل اوددوي دبرکته به امریکایان هم په ګونډو کیږي لیکن تراوسه هغودجهادحق ندي غوښتی اونه یې په خوله داخبره راغلې ده دا اوس چې دجهادحق غواړي دوي په هغه وخت کې هم دجهادپه نامه جیبونه ډکول او اوس چې هره خبره وي دوي دخپل جهادحق غواړي که دوي روسان پسې اخیستي وای نواوس به یې امریکایان نه راوستلای او دامریکایانو سره به یې مقابله کولای ځکه په هغه وخت کې هم ددوي داغه اسلام وواوداغه ناموس یې وو او روسان هم کافران وو او امریکایان هم کافران دي والله اعلم چی دوي څه فرق پکښې لیدلی دی که یې چیري فرق نوي نو دامعلومه خبره ده چې د دوي په ایمان کې په هغه وخت کې هم فرق وو او اوس خو بیا زیات فرق دي دوي څنګه نه شرمیږي چې دوي دروسانو دماتې ورځ لمانځي الله جلّ جلاله دي ټول مسلمانان دغلامي راوساتي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button