(کابل ټکی کام ۱۳۹۶ سلواغه ۲۹ فرید افغان)
د افغانستان د ۳۴ ولایتونو د والیانو د ټولنې مشر عبدالجبار تقوا وایي؛ د افغانستان ۶۰ سلنه خاوره د طالبانو په ولکه کې ده نو د هغوی له نه شتون پرته انتخابات بې معنی او هیڅ ارزښت نه لري.
تقوا د تسنیم خبري اژانس ته په خبرو کې ویلي چې؛ ټاکنې هغه مهال ارزښت لري چې ټول افغانان پکې ونډه ولري او اوس چې طالبان د ارګ په زړه کې هم فعال حضور لري نو دهغوی له ونډې پرته دا ټاکنې کومه معنا نه لري.
نوموړي ټینګار وکړ چې د ملي یووالي حکومت باید په لویه عنعنوي جرګه کې د طالبانو حضورته زمینه برابره کړي.
او په وینا یې چې که حکومت داسې ونه کړي، راتلونکو ټاکنو کې به دنیم افغانستان خلک هم ونډه وانه خلي او نتایج به یې هم کوم قانوني مشروعیت ونلري.
نوموړی داسې مهال دا خبرې کوي چې طالبانو ویلي چې ټاکنو او نظام جوړونې ته هلته اماده دي تر څو له هیواد څخه یې “اشغالګر“ځواکونه، نه وي وتلي ځکه چې په باور یې د بهرنیانو تر سیوري او دهغوی تر واک لاندې ټاکنې هیڅ مناسب کار نه دی.
تقوا وايي په افغانستان کې بله هیڅ جنګیالۍ ډله د حکومت پر وړاندې سر نه شي اوچتولی او همدا طالبان دي چې په پراخ ولسي ملاتړ یې حکومت ته ننګونې جوړې کړې.
د کابل پخواني والي او د والیانو د ټولنې مشر اعتراف وکړ چې متاسفانه په افغانستان کې د چارو واک له امریکایي چارواکو سره دی او په وینا یې چې د ټرمپ له جګړییزې ستراتیژي وروسته په ورځنۍ توګه سلګونه افغانان وژل کیږي چې د نوموړي په باور دا ټول د افغان حکومت د کمزوري بلواکي سیاست له امله دی .
تقوا له حکومت څخه وغوښتل چې د امریکا او ناټو چارواکو ستراتیژیو ته دې سترګې نه نیسي، د افغانستان د خلکو پر اراده دې تکیه وکړي او له ګاونډیانو سره دې په مستقله توګه ښې اړیکې وپالي.
د والیانو د ټولنې مشر وویل؛ ډیری حکومتي چارواکي اوس پر خپل محکومیت پوهیږي خو په خبره یې چې متاسفانه؛ اوس چوپ دي.


















