رباني: د جمعيت ګوند به د خدام د ګوښه کېدو په اړه ژر خپل دريځ اعلان کړي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۶، سلواغې ۲۹) د جمعیت ګوند مشر صلاح الدين رباني د سمنګان والي عبدالکريم خدام د ګوښه کېدو په اړه غبرګون ښودلی او به خپله رسمي ټويټر پاڼه يې ليکلي، چې دی د ترکمن قوم ته درناوی لري، د هغوی غوښتنې ورته د اهميت وړ دي.

رباني زياته کړې، د سمنګان والي او د جمعيت ګوند د رهبري شورا غړی عبدالکريم خدام، تجره لرونکی او په کار پوه شخص دی او د نوموړي د ګوښه کېدو په اړه به ډېر ژر د جمعيت ګوند رهبري شورا خپل دريځ اعلان کړي.

تېره ورځ د سيمه ييزو ارګانونو خپلواکې ادارې اعلان وکړ، چې د پنځو ولايتونو ميدان وردګ، کندوز، لوګر، لغمان او سمنګان ولايتونو لپاره يې واليان تبديل کړي او نوي واليان ټاکل شوي دي.

چې د سمنګان لپاره عبدالطيف ابراهيمي د عبدالکریم خدام پر ځای ټاکل شوی خو د دغې ولايت ګوښه شوي والي نن په يوه ويډيو خبري غونډه کې رسنيو ته وويل، چې ده ته د ولسمشر او سيمه ييزو ارګانونو ادارې پريکړه ورته د منلو وړ نه ده او تر هغې به خپلې دندې ته دوام ورکړي، ترڅو چې د جمعيت ګوند پريکړه نه وي کړي.

دا دوهم والي دی چې د ولسمشر له دندې څخه د لرې کېدو په اړه ولسمشر غني فيصله نه مني او د خپلې دندې په دوام د اشرف غني تر پوښتنې لاندې راولي.

شاوخوا دوه مياشتې مخکې، د ولسمشرۍ ماڼۍ له لوري د بلخ والي عطانور ګوښه شو او پر ځای يې انجينير داود والي وټاکل شو، خو د دوو مياشتو په تېرېدو لا هم انجينير داود نه دی توانېدلی چې د والي په توګه په رسمي ډول خپله دنده پيل کړي.

د بلخ پخوانی جنجالي والي عطانور هره ورځ ارګ ته ګواښونه کوي وايي، چې تر هغو يې غوښتنې نه وي منل شوي خپلې دندې ته به دوام ورکوي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button