ایران: لسګونه سپرلۍ د الوتکې د سقوط له امله وژل شوي دي

د ایران د هوایي ترانسپورت د اړیکو رئیس محمد تقی طباطبایی رسنیو ته ویلي چې الوتکه له الوت څخه ۵۰ دقیقې وروسته د رادار له سیستم څخه وتلې او د اصفهان په جنوب د سمیرم په سیمه کې د غره سره د ټکر له امله غورځیدلې.

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶ سلواغه ۲۹ فرید افغان)

راپورونه وایي چې نن سهار ۸ بجې د د ایران د “اسمان“ شرکت اړوندد Atr په نامه الوتکه د ایران له هوایي ډګر څخه د یاسوج هوایي ډګر ته د سپرلۍ وړلو پر مهال د “دنا“ په نامه غره سره ټکر کړی چې له امله یې لسګونه تنه مسافرین وژل شوي او الوتکه هم په ټولییزه توګه له منځه تللې.
د ایران د هوایي ترانسپورت د اړیکو رئیس محمد تقی طباطبایی رسنیو ته ویلي چې الوتکه له الوت څخه ۵۰ دقیقې وروسته د رادار له سیستم څخه وتلې او د اصفهان په جنوب د سمیرم په سیمه کې د غره سره د ټکر له امله غورځیدلې.
د تسنیم خبري اژانس د راپور ترمخه؛ تر اوسه د الوتکې هیڅ کومه برخه نه ده موندل شوې او عملیات روان دي.

نوموړي ویلي چې د الوتکې ټوله عمله چې ۶۰ تنه مسافر، ۲ تنه پیلوټان۲ د الوتکې اړوند شرکت څښتنان او ۲ تنه هم د پرواز د امنیت مسؤلین و، وژل شوي دي.
د اسمان شرکت په ایران کې د ATR-72 په نامه ۶ الوتکې لري چې یواځې داخلي پروازونه ترسره کوي یادې الوتکې د یو فرانسوي شرکت له خوا جوړې شوې دي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button