فارياب کې د دوستم وسله والو د ولسي جرګې غړی کلابند کړی

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۶، سلواغې ۲۹) د فارياب ولايت هوايي ډګر ته څېرمه د ولسمشر د لومړي مرستيال جنرال دوستم وسله والو د ولسي جرګې يو غړی کلابند کړی دی.
د ځايي سرچينو د راپورونو له مخې، د جنرال دوستم يوه قومندان نظام الدين قيصاري د ولسي جرګې غړی فتح الله قيصاري له خپلو کسانو سره د هوايي ډګر او ملي اردو لومړۍ لوا په سيمه کې کلابند کړی او غواړي چې ويې نيسي او بندي يې کړي.
يوې باوري سرچينې، پژواک ته ويلي فتح الله قيصاري تېره ورځ په الوتکه کې له کابل نه حرکت وکړ او ځينې پلويان يې هوايي ډګر ته د ښه راغلاست لپاره ورغلي و.
د سرچينې په وينا، کله چې فتح الله قيصاري په خپله کلابندۍ پوه شو نو د ملي اردو لومړۍ لوا ته يې پناه يووړه.
نظام الدين قيصاري څه مودې مخکې ويلي و چې فتح الله قيصاري او د جوزجان پخواني امنيه قومندان رحمت الله ترکستاني د ده د وژنې هڅه کړې او دوه مياشتې مخکې يې يو کس په دې ګمارلی و چې د نظام الدين د اوږده کېدو تر کټ لاندې چاودېدونکي توکي ځآی پر ځای کړي، خو د ياد کس له نيول کېدو وروسته دغه راز افشا شو.
نظام الدين قيصاري رسنيو ته ويلي، “دوې مياشتې وړاندې رحمت الله ترکستاني ميمنې ښار ته راغلى و، کلابند مې کړ، خو د فارياب والي همايون فوزي اجازه را نه کړه چې ويې نيسم، ژمنه يې وکړه چې له ترکستاني سره به له قانوني لارې چلند وکړي، خو دا کار يې ونه کړ”.
خو فتح الله قيصاري دغه تورونه ردوي وايي، د بم اېښودل ده ته دسيسه جوړول دي، تورن کس د نظام کس او خپلوان دی او نظام الدين قیصاري قانون ماتوونکی، لوټمار او انسان وژونکی سړی دی او له حکومت يې غوښتنه وکړه چې د هغه مخنيوی وکړي.
د والي وياند احمد جاويد بيدار وايي، والي اوس مهال امنيتي ناسته رابللې او په دې ناسته کې د ولايت مخور، علماو او مشران رابلل شوي تر څو دغې ستونزې ته د پای ټکی کېږدي.
بايد وويل شي، چې فتح الله قيصاري تر دې مخکې د جنبش ګوند غړی و خو په وروستيو کې يې د عبدالله له کمپاين ملاتړ وکړ او له جنبش څخه بېل شو.



