کوچيان: دولتي ځواکونه مو د طالب په نوم ځوروي او زنداني کوي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۶، سلواغې ۳۰) په شمال زون کې د کوچيانو مسوولينو وايي، په عملياتو کې د دلوتي ځواکونو له لوري ځورول کېږي او ځوانان يې د طالب په نوم زندانونو ته اچول کېږي.

د شمال زون د کوچيانو شورا مشر سيد محمد حريق رسنيو ته ويلي، ډېر کله د افغان ځواکونو په عملياتو ځورول کېږي او بنديان کېږي خو په وينا يې وخت ناوخت د طالبانو له خوا هم ورته ستونزې جوړېږي.

نوموړی زياتوي: “ډېر شمېر ځوانان د افغان امنیتي ځواکونو لخوا د پوځي عملیاتو په ترڅ کې نیول شوي دي چې یو شمېر یې آزاد شوي او ګن شمېر نور لا هم په قید کې دي.”

کوچيان وايي، لږ وخت کېږي چې دولتي ځواکونو د بلخ د چمتال او شولګرې ولسواليو څخه دېرش تنه ځوانان د طالبانو په نوم نيولي او زنداني کړي دي.

په عين حال کې، د ۲۰۹شاهين قول اردو وياند نصرت الله جمشيدي مني چې دوی د پوځي عملیاتو په ترڅ کې ټول مشکوک خلک نيسي، خو د پلټنو له بشپړولو وروسته ټول بېګناه خلک پرېښودل کېږي.

دا لومړی ځل نه دی، چې عام خلک په عملياتو کې د دولتي ځواکونو له لوري د ځورول کېدو او زنداني کېدو شکايتونه کوي بلکې تر دې مخکې د روزګان، فارياب، ننګرهار او يو شمير نورو ولايتونو ورته ډول شکايتونه کړي او په عملياتو کې يې د دولتي ځواکونو له کړنو سر ټکولی.

دا په داسې حال کې ده، چې په دې وروستيو کې د دولتي عملياتو سربيره د ګډو ځواکونو عمليات هم زيات شوي چې ډيری وخت پکې ملکي ميشت ځايونه او د عامو خلکو کورونه په نښه کېږي چې ډېره مرګ ژوبله يې هم ملکيانو ته رسېدلې ده.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button