لغمان: په عملياتو کې روغتون، مدرسه او د عامو خلکو کورونه نړول شوي
(کابل ټکی کام، ۱۳۹۶، سلواغې ۳۰) د لغمان چارواکي وايي، افغان ځانګړو ځواکونو د هوايي ځواک په مرسته د الينګار ولسوالۍ په سنګر دره کې عمليات کړي، چې پر مهال د مخالفينو له زندان څخه دېرش تنه بنديان خوشې کړي دي.
د لغمان د والي وياند سرحدي ځواک وايي، دغه عمليات د جمعې په ورځ پيل شوي و او تېره ورځ پای ته ورسېدل چې په ترڅ کې يې درې وسله وال مخالفين وژل شوي او دوه تنه نور ټپيان دي.

بل پلو د سنګر درې اوسېدونکي وايي، د عملياتو پر مهال د عامو خلکو کورونه، مدرسه او يو روغتون سوځول شوي او د روغتون ډاکټران عملياتي ځواکونو له ځان سره وړي دي.
د سيمې يو تن اوسېدونکي داد محمد کابل ټکی کام ته وويل، په عملياتو کې ټول زيان عامو خلکو ته رسېدلی زياتوي چې ځانګړو ځواکونو د خلکو له کورونو د پلټنو پر مهال قيمتي څېزونه او پيسې هم وړي دي.
د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد د چارواکو ادعا رد کړې او په وينا يې چې (په سيمه کې د مجاهدينو هيڅ زندان نه دی مات شوی او نه هم کوم بندي ازاد کړل شول دی).
ښاغلی مجاهد وايي، د زندان سيمې ته عسکر نه دي رسېدلي، طالبانو يې مخه نيولې، تېره ورځ شديده جګړه شوې چې له امله يې د بي ۵۲ ډوله الوتکې بې هدفه بمبارونه وکړل خو په وينا يې طالبانو ته يې تلفات نه دي اړولي دي.



