(کابل ټکی کام ۱۳۹۶ کب ۴ فرید افغان)
د کډوالو په برخه کې د ملګرو ملتونو عالي کمیشنرۍ یا یونیسیار په خپل راپور کې ویلي چې افغانستان ته د روان میلادي کال له پیله لسګونه زره کډوال راغلي.
دې ادارې ویلي؛ د جنوري له لومړۍ نیټې بیا تر اوسه د پاکستان او ایران څخه تر ۵۰ زرو ډیر افغان کډوال د مختلفو لاملونو له امله خپل هیواد ته راستانه شوي، چې په راستانه شویو کې ۴۸ زره تنه له پاکستان او یواځې ۲۵۰۰ تنه له ایران څخه را ستانه شوي دي.
د یونیسیار په خبره؛ راغلي کډوال د ناسم وضعیت، بې کاري او نورو ستونزو له امله اړشوي تر څو خپل هیواد ته راستانه شي.
د ادارې د معلوماتو ترمخه؛ په راستانه شویو کې ۶۰ سلنه د خیبر پښتونخوا ایالت، ۱۳ سلنه له پنجاب او ۸ سلنه له سند څخه را کډه شوي دي.
تر دې وړاندې یادې ادارې ویلي و، چې اټکل کیږي سږکال به په داوطلبانه توګه ۲۲۰ زره افغان کډوال له ایران او پاکستان څخه خپل هیواد ته وکوچیږي.
یونیسیار ویلي؛ له ۲۰۰۲ کال را پدیخوا ۴ نیم میلیونه افغان کډوال له ایران اوپاکستان څخه خپل هیواد ته کډه شوي چې اوس هم په دواړو هیوادونو کې تر ۳ میلیونه زیات میشت دي.


















